روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روسی پانګوال په افغانستان کې پانګونه کوی

د افغانستان او روسیې د پانګونې د ګډ پلاوی غړی ډاکتر سکندر وایی: روسی پانګوال لېوال دی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.سکندر دغه څرګندونې د افغانستان د اسلامی امارت د ریاست  الوزرا دویم مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره په لیدنه کې کړې دی. د اسلامی امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی په خپله ټوېټر پاڼه لیکلی، چې د مرغومی ۱۳ مه ملاقات شوی او په بېلا بېلو اقتصادی برخو کې یې ورسره خبرې کړې دی. دده په وینا: د دواړو لورو تر منځ په افغانستان کې د تېلو او ګازو د استخراج او د تاسیساتو جوړولو، د سی ان جی او آل ان جی دستګاوو او د سیمنټو د تولیدی شرکت پر جوړولو یې خبرې کړې دی. په دغې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د پانګونې د ګډ پلاوی غړی ډاکتر سکندر ویلی: روسی پانګوال لېوال دی، چې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړی. ښاغلی حنفی هم د روسی پانګوالو له لېوالتیا مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې دوی به افغانستان کې ورته هر ډول شرایط برابر کړی تر څو پانګونه وکړی.د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د چین او ایران پانګوالو هم په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی او چمتوالی یې ښودلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید