د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
روسیې د اوکراین پر پلازمینه توغندیز بریدونه کړی دی. د راپورونو له مخې روسی ځواکونو پر پلازمینه کیف توغندی توغولی ، چې پر یوه مسکونی ودانۍ لګېدلی او ګڼ کسان یې ټپیان کړی دی. د کېف امنیتی مسوولین وایی چې روسیې بشری ضد جنایت ترسره کړی او د ملکی وګړو کورونه یې په نښه کړی دی.
د سرچینې په خبره په پېښه کې پنځه کسان ټپیان دی، خو د مالی زیانونو یې بیا پراخ اټکل شوی دی. روسیه داسې مهال دغه بریدونه کوی چې تازه په جرمنی کې د نړۍ اووه شتمن هېوادونه د روسیې پر وړاندې د لا ډېرو اقداماتو او بندیزونو د وضع کولو پر سر خبرې کوی.