د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روسیې د دفاع وزارت اعلام کړی، چې څه باندې ۱۰ زره سرتېری، چې د اوکراین له پولې سره نږدې یې تقریباً یوه میاشت په نظامی تطبیقاتو کې برخه اخیستې وه، خپلو دایمی اډو ته ستانه شول.دا سرتېری په داسې حال کې بېرته خپلو نظامی اډو ته ستانه شوی، چې لوېدیځو هېوادونو مسکو ملامت کړ، چې اوکراین) یې د یرغل کولو پلان درلود. په اعلامیه کې ویل شوی چې د جنوبی نظامی حوزې لپاره ځواکونو په روستوف، کرسنادوار او کرایمیا کې نظامی تطبیقات وکړل، هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ م کال کې له ځان سره یو ځای کړه.