د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روسىې دفاع وزارت وایی، د لومړی ځل لپاره ىې د افغانستان پولې ته څېرمه په خپله بوځی اډه کې اېس – ۳۰۰ (S-300) له مځکې څخه هوا وىشتونکى توغندویی سىستم ځاى پر ځاى کړى دى. د روسىې پوځی اډه د افغانستان پولې ته نږدې د پخوانی شوروی اتحاد په جمهورىت تاجکستان کې ده. روسی پوځىان په دې اډه کې په پىل کې د طالبانو او نورو سختدرىځو د مخنىوی په پلمه او اوس د داعش د مخنىوی په نوم ځاى پر ځاى دی. د روسىې پوځ د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ووىل چې د روسىې له مرکزی برخې څخه ىې تاجکستان ته دېرش کسىز ټولى له پوځی وساىطو سره لېږلى چې په تاجکستان کې د روسی پوځىانو اډه له حملو وساتی. دغه هېواد همداراز وىلی چې د افغانستان پولې ته د اېس – ۳۰۰ توغندویی سىستم د لېږلو هدف هم د ټولې منځنۍ آسىا د دفاعی ظرفىتونو زىاتول دی. دا لومړى ځل دى چې روسىه د افغانستان په پوله کې، چې د ناټو او امرىکا پوځىان پکې دېره دی، خپل تر ټولو پرمختللى دافع هوا سىستم ځاى پر ځاى کوی. په افغانستان او نورو هېوادونو کې ترهګرې ډلې هوایی ځواک او پرمختللی توغندی نه لری. روسىې په وروستىو کې د افغانستان په مسئله کې لېوالتىا زىاته کړې ده. څو پړاوه ىې د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړ او تېره اوونۍ د افغانستان پر سر د څلوراړخىزې غونډې کوربه و.