روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روسیې او ترکیې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان اسلامی امارت وایی، چې روسی او ترکی پانګه‌والو د انرژۍ د تولید برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده. د ترکیې هېواد د امین برېښنایی شرکت استازی او د کې ار په نوم د روسی شرکتونو مشر د اسلامی امارت اړوندو چارواکو سره په جلا جلا لیدنو کې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د اوبو او انرژۍ وزارت څخه یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو او مرستې غوښتنه کړې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت او برېښنا شرکت یادو استازو ته د هر ډول مرستې او زمینې برابرولو ډاډ ورکړی دی. د روسی او ترکی شرکتونو استازو ویلی چې ډېر ژر به خپل تخنیکی انجنیران له مشخصو وړاندیزونو سره افغانستان ته راولېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید