روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روسیه: د بیزو چیچک ویروس د امریکا له لابرتوارونو وتلی

روسیه وایی: د بیزو چیچک د امریکا له لابراتوارونو وتلی دی. د روسیې د کېمیاوی او بیولوژیکی دفاع ځواک ویلی،چې امریکا په نایجریا کې څلور بیولوژیکی لابرتوارونه جوړ کړی وو، چې وروستی ویروس یا د بېزو چیچک له همدې لابرتوارونو سرایت کړی دی.روسیې د روغتیا له نړیوالې ادارې غوښتنه کړې،چې په دې اړه هر اړخیزه پلټنه وکړی او د خپلو څېړنو او پلټنو پایله له نړیوالو سره شریکه کړی. اوس د بیزو چیچک د نړۍ په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې خپور شوی او ۳۰۰ مثبتې پېښې یې ثبت شوې دی. د روغتیا نړیواله اداره وایی ، چې دا مرض ساری دی ،خو خطرونه یې دومره ډېر او د اندېښنې وړ نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید