د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روسیې د دفاع وزارت ویلی، چې د اوکراین جګړې له پیله تر اوسه پورې یې ۱۰۰۰ اوکراینۍ الوتکې رانسکورې کړې دی. د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف ویلی ،چې د روسی پوځیانو ځانګړی عملیات د اوکراین په ټولو څنډو کې دوام لری او دا عملیات به تر هغه وخته روان وی ، چې اوکراین یې آزاد کړی نه وی. نوموړی چې د لومړی ځل لپاره یې د اوکراین جګړه کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې وویل، چې د دغه جګړې له پیله تر اوسه پورې د اوکراین شاوخوا ۱۷۴ جنګی الوتکې، ۱۲۵چورلکې، ۹۷۷ بې پیلوټه الوتکې، ۳۱۷ توغندویی سیستمونه، ۳۱۹۸ زرهی ټانکونه، ۴۰۸ راکټ اندازه، ۱۶۲۲ توپخانهیی توغندی او ۳۰۷۷ پوځی ځانګړی موټرونه له منځه وړل شوی دی.