روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روسیه : د افغانستان انتخابات د امریکا له لوری ځنډول شوی

د روسىې د بهرنىو چارو وزارت په ىوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د امرىکا د فشار په نتىجه کې د حمل له ۳۱ مې څخه د سرطان ۲۹ تمې نېټې ته ځنډول شوی دی. د روسىې د بهرنىو چارو وزارت بې له دې چې د خپلې ادعا د ثبوت د ځىنو نښو نښانو ىادونه وکړی وىلی ىې دی: امرىکا د دې لپاره چې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې د عملی کېدو لپاره ځان چمتو کړی، انتخابات ځنډولی دی،خو په کابل کې د امرىکا سفارت وړمه ورځ /جمعه/ په خبرپاڼه کې بې له دې چې د روسىې د بهرنىو چارو وزارت بىان ته اشاره وکړی، وىلی چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسىون د دې لپاره د ولسمشرۍ انتخابات درې مىاشتې ځنډولی چې هغه تخنىکی تېروتنې تکرار نه شی چې د ولسی جرګې په انتخاباتو کې وشوې. د امرىکا سفارت د انتخاباتو په پروسه کې د جدی اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.د روسىې د بهرنىو چارو وزارت د خپلې ادعا د ثبوت په توګه وىلی چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون چارواکو ظاهراً تخنىکی دلاىل د انتخاباتو د ځنډ سبب بللی، خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او د انتخاباتو کمېسىون ټىنګار کړى و چې انتخابات به په خپل وخت ترسره شی.د روسىې د باندنىو چارو وزارت همداراز وایی: «له هر شی داسې ښکاری چې د انتخاباتو د ځنډېدو پرېکړه د امرىکا د متحدو اىالتونو تر اغېزې لاندې ځنډول شوې چې د خپلې خوښې د اعمالولو لپاره کافی وخت ولری او له خپلې خوښې سره سم د سولې پروسې پرمخ بوزی.»د روسىې د بهرنىو چارو وزارت دا هم وىلی چې دا مسئله پوښتنه راپورته کوی چې د افغانستان د اساسی مسلو په اړه پرېکړه څوک کوی.روسىې دغه راز وىلی: د مسکو په غونډه کې چې طالبانو ګډون وکړ، د افغانستان حکومت خپل استازی ور ونه لېږل، خو د ابوظبی په غونډه کې چې د امرىکا له لوری بلل شوې وه، کابل خپل استازی ورولېږل ،خو د طالبانو د انکار له کبله ىې د ابوظبی په غونډه کې ګډون ونه کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید