روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روسیه د اروپا په شورا کې پاتې کېږی

داسې ښکاری چې د اروپا له شورا څخه د روسیې د اخراج خطر نور له منځه تللی دی. د دغې شورا ۴۷ غړو هېوادونو د فنلند په پلازمینه هلسنګی کې پر داسې څه هوکړې ته ورسېدل چې له مخې یې د اروپا شورا پارلمانی غونډو ته د روسیې بېرته ورګرځېدل، د رای ورکولو په بشپړ حق سره ممکن شی. دغې شورا پنځه کاله مخکې د روسیې په خاوره کې د کرېمیا ټاپو د الحاق په غبرګون کې، په شورا کې د روسیې د راى ورکولو حق سلب کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید