د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ایران ولسمشر حسن روحانی وایی: ایران او امریکا که وغواړی کولای شی د ۲۰۱۷ میلادی کال د جنوری تر شلمې مخکې شرطونو ته ، چې دواړو هېوادونو پرې موافقه کړې وه، بېرته ور وګرځی.حسن روحانی په تهران کې د کابینې غونډې ته پر وینا کې وویل، ایران دې کار ته لېواله که امریکا هم ورته لېوالتیا ولری: (( موږ هیله من یو، چې د امریکا راتلونکې اداره د لومړی ګام په توګه هغه پالیسۍ په کلکه وغندی، چې ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې غوره کړې ـ هغه پالیسی باید وغندی ،چې د بشر له حقونو سره په تضاد کې او د ترهګری پر اقداماتو ولاړه ده.))حسن روحانی دغه راز وویل، چې د امریکا نوی حکومت باید هغه خرابه سیاستونه، چې د ټرمپ ادارې د ایران په مخ کې نیولی و، جبران کړی.ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادی کال د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اټومی تړونه ووت او له هغې وروسته یې پر دې هېواد د بندیزونو لګولو ته مخه کړې ده.