د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ایران ولسمشر ویلی، چې واشنگټن دې له هغو کسانو لرې ګرځی، چې جنگ خوښوی. حسن روحانی د ولسمشر ټرمپ د خپل امنیت د سلاکار د دندې له لرې کولو وروسته دا خبره کړې ده. ایران له امریکا سره د خبرو لپاره د بندیزونو د لرې کولو شرط هم بولی.روحانی وویل: (( د ایران د مقاومت پالیسی به تر هغې تغییر و نه کړی،چې زموږ دښمن پر موږ فشار ته ادامه ورکړی.))