روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

رسنۍ هم د ادبیاتو په وده کې رغنده رول لوبولی شی

ادب په لغت کې تهذیب ته وایی او په اصطلاح کې ادب هغه پوهه ده، چې انسان په چارو، وینا او بیان کې له خطا او تېروتنو څخه ژغوری؛ ترڅو چارې یې په منطمه او ښه بڼه پرمخ روانې شی او رسنۍ د اړیکو په معنی دی یا هره هغه وسیله چې د اړیکو نیولو لپاره ټینګیږی رسنۍ بلل کېږی.

رسنۍ د پیغام رسونې خورا ښه وسیله ده ،چې د عمومی کلتور او فرهنګ، ډاډمنتیاوو او افکارو جوړونې کې خورا ګټور رول لوبوی.

دوی پرته د عقیدتی او فرهنګی جغرافیایی سیمو په نظرکې نیولو سره خپل شتون په هره سیمه کې پیدا کولی شی او لری یې.

ټولنیزې رسنۍ د هغو انټرنیټی پاڼو مجموعه ده ،چې په دې وروستیو کې په انټرنیټی فضا کې رامنځته شوی او خورا رشد یې کړی که څه هم دغه رسنۍ له پخوانیو سنتی رسنیو سره ډېر توپیر لری لکه تلوېزیون، راډیو، کتاب او چاپی مطبوعات ،چې ځینې وخت دغو ته په مجازی نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو خطاب هم کېږی.

ادب په بېلابېلو وختونو اوزمانو کې وده کړې خو ډېره وده یې هغه وخت کړې کله چې رسنۍ رامنځ ته شوی او ادبیات دغو رسنیو ته ور ننوتی دی.

که چیرې د ادب شالید ته وګورو، نو زموږ لیکلی ادب هم ډېر کلونه په شفاهی توګه تر یو حده را انتقال شوی دی، ښه بېلګه یې د امیرکروړ سوری شعر دی، چې تر ۱۳۰۰ کلونو پورې تاریخ لری.

څېړونکی وایی: د امیر کروړ سوری ویاړنه تر ډېره وخته خوله په خوله له یوې پېړۍ بلې ته لېږدول شوې ده، چې بیا وروسته وروسته دا شعر تاریخونو په خپلو پاڼو کې ثبت کړی دی.

که د ټولنې مو څو لسیزې مخکې اوسنی حال وای، چې رسنیو وده کړې تر دې پورې چې نږدې هر څوک خپله شخصی رسنۍ لری لکه فیسبوک نو زموږ د تاریخ ډېرې کرښې به اوس ثبت وای او ګڼ نور اثار چې یوازې یې موږ ته نومونه راپاتې دی اوس به یې له منځپانګې هم برخمن وای.

رسنۍ چې په ټولنه کې د ټولنې په سیاسی، اقتصادی، امنیتی، ټولنیزو اړیکو، ادب، فرهنګ، کلتور او د ژبې په غوړېدا، پرمختګ او وده کې مرسته کوی د پښتو ژبې ادب هم ترې بې اغېزې نه دی.

ښه بېلګه یې د سراج الاخبار زمانه ده، چې د ژبې او ادب په غوړېدا کې یې مرسته وکړه او د ژبې پر ارزښت یې خلکو ته خبرې وکړې، محمود طرزی په کې داسې مقالې خپرې کړې چې د ژبې اهمیت یې خلکو ته وښوده او دغه راز یې د هغه مهال د شاعرانو ځینې شعرونه او د زړه دردونه خوندی او تر موږ راورسول.

د مولوی صالح محمد کندهاری مثنوی چې خلک یې په فکری لحاظ د خپلواکۍ اخیستلو ته وهڅول او د دوی ذهنیت یې جوړ کړ، تر موږ رسنیو رارسولی ده.

د ادب ډېر کتابونه د رسنیو له برکته خوندی دی او د پخوانیو شاعرانو پېژندنه د دوی تالیفات، فکرونه، اندونه مطبوعاتو تر موږ را رسولی او اوس هم چې لیکوالان، شاعران، ادبپوهان او…. نور لیکنې کوی په رسنیو کې یې یا نور اوری او یایې هم په خواله رسنو کې ګوری او لولی، چې د ادب په غوړېدو کې دا یو ښه او مثبت رول دی.

دلته باید واضح کړو هره هغه خبره چې د هر څه په وسیله له یوه څخه بل ته رسیږی د رسنۍ په نامه یې یادولی شو، کتابت خپله د رسنیو برخه ده، لیکوالۍ ته رسنۍ او لیکوال ته رسنوال هم ویلی شو ،ځکه د لیکنې په مرسته خپله فکر تر نورو رسوی، چې خبره د (رسولو) شوه ، نو ځکه ورته (رسنۍ) ویلی شو.

په تېرو دوو لسیزو کې پر ادب د رسنیو اغېزه خورا جوته او په ډاګه ده، رادیو، تلوېزیون، اخبار، مجلې او جریدې د ادب د غوړېدا لپاره هغه څه وکړل، چې ادب پوهان یې پښتو ادب کې انقلاب بولی.

دغه راز مجلو کې ادب ته ګڼې لیکنې خپرې شوې، تحقیقات وشول، د منځنۍ دورې ځینو شاعرانو لکه خوشال خټک او یو شمېر نورو باندې څېړنې وشوې چې مجلو او اخبارونو کې بیا بیا خپرې شوې.

ویبپاڼې هغه ادرسونه دی چې د ادب په اړه پکې نن سبا ګڼ مطالب موندلی شو، اوس چې هر لیکوال لیکنه وکړی حتمی یې یو ویب سایټ کې خپروی ، نو دا په ډاګه خبره ده چې رسنیو د پښتو ادب په غوړېدا کې ستره ونډه اخیستې ده خو دا هم باید هېر نه کړو څومره چې پکار وه هغومره یې مسئولیت هم نه دی ادا کړی.

زموږ ډېری رسنۍ ښه امکانات لری، تر ډېره مو سیمه ییزې رسنۍ د دې پر ځای چې د ژبې، ادب، کلتور او فرهنګ په اړه یو پروګرام جوړ کړی .ډېرو رادېوګانو ادبی، ټولنیزې، کلتوری او فرهنګی خپرونې چمتو کړی او بیا بیا دې خپرې کړی.

زموږ سیمه ییزو رسنیو د ادب په غوړېدا کې لویه ونډه لرلې ده، ځکه دوی په سیمه کې دی، د خپلې سیمې د شاعرانو، لیکوالو او پخوانیو څېړونکو په اړه یې مالومات، څېړنه او تحقیق ترسره کړی او په دې اړه یې ډیرې خپرونې جوړې کړی، د ادب په اړه یې خلکو ته مالومات ورکړی او د کتاب پر ارزښت یې خلک پوه کړی او ډېر څه یې د خپلو رسنیو به افلاین او انلاین ارشیفونو کې ثبت کړی دی چې که وغواړو ګټه ترې اخیستلی شو.

نورګل اندړوال

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید