روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

رسنیو او خبریالانو ته ګواښ د منلو نه دی!

له بده مرغه یوځل بیا یو افغان خبریال د نامعلومو کسانو له خوا شهید کرای شو او په دې سره د افغانستان د رسنیو کورنۍ د بل ویر او ماتم پر ټغر کېناسته!

دښمن دا ځل تنکی ځوان، د ژبې او قلم خاوند خبریال نعمت الله روان شهید کړ، نعمت الله روان تېره پنجشنبه د نامعلومو وسله والو له خوا په کندهار ولایت کې شهید کړای شو، شهید نعمت الله روان د مالیې وزارت د مطبوعاتو آمر او د طلوع نیوز تلوېزیون پخوانی ویاند و.

د دغه شهید کورنۍ وېیلی چې د روان پر موټر تېره پنجشنبه  غرمه مهال په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو هغه مهال برید وکړ، چې له ښاره د کور پر لور روان و.

نعمت الله روان چې له تېرو څلورو کالو راهیسې یې په کابل کې له طلوع نیوز ټلوېزیون سره د خبرونو او سیاسی خپرونو د ویاند په توګه دنده ترسره کوله، تازه په مالیې وزارت کې د مطبوعاتو د آمر په حیث ټاکل شوی و.

د نعمت الله روان قتل په کور د ننه او نړیواله کچه سخت غبرګونونه را پارولی دی، دا له تېرو څو میاشتو را هیسې څوارلسم خبریال دی، چې په افغانستان کې د دښمنانو له خوا په نښه کېږی، په دې وروستیو پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو بریدونه ډېر شوی او تازه په تازه طالبانو رسنۍ او خبریالان ګواښلی دی، طالبان هغه بهرنی خبر سخت په غوسه کړی، چې په دې وروستیو کې په رسنیو کې خپور شو، په خبر کې راغلی، چې په تېر یوه کال کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو له اډو ساتنه کړې ده، خو طالبانو دا خبر رد کړی او خبرداری یې ورکړی و، چې رسنۍ دې دا ډول خبرونه نه خپروی، که نه  نو، له سخت ګواښ سره به مخ شی؟!

په حقیقت کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې هر ډول ګواښ محکوم او په هېڅ صورت د منلو نه دی. رسنۍ د ټولنې حقیقی هندارې دی، چې حکومت، ډلې، ګوندونه، مدنی ټولنه، ولس او ټول په کې خپلې خپلې څېرې وینی  او د اصلاح کولو لپاره یې ګام پورته کوی، همدا رنګه له رسنیو پرته مدنی ټولنه نیمګړې وی او  د مدنی ټولنې فعالین او د بشری حقونو مدافعان له رسنیو پرته خپل کارونه نه شی تر سره کولی.

افغانستان هم د رسنیو او وینا د ازادۍ په برخه کې سترې لاسته راوړنې لری او له برکته یې په سیمه او نړۍ کې  ساری لږ لیدل کېږی، خو دښمن هڅه کوی، چې د افغانانو دا سترې لاسته راوړنې وننګوی. خو دښمن به پر رسنیو، خبریالانو ، مدنی فعالینو ، دینی عالمانو او پر ورو مخورو په بریدونو او ګواښلو سره له سختو حساسیتونو سره مخ شی، د نعمت الله روان پر وژلو هم ولس او نړیوالو سخت حساسیتونه ښکاره کړی او پر قاتلانو یې لعنت وایی، دښمن به په هېڅ توګه پر دا ډول بریدونو سره خپلو موخو ته ونه شی رسېدای او دا فکر دې له سره وباسی، چې پر قتلونو او  ګواښونو به مدنی ټولنه او په تېره بیا رسنۍ پر خپله ګټه ورواړوی.

افغانستان هغه پخوانی هېواد نه دی، هره وسله واله مخالفه ډله باید د اوسنی افغانستان واقعیتونه درک کړی او د ولس په غوښتنه د سولې لپاره ملا وتړی، ځکه افغان حکومت او ولس ته د بیان پر ازادۍ معامله، په هېڅ توګه د منلو نه ده.

خو دلته یو شمېر مسوولیتونه هم شته چې بېلابېلو لوریو ته راجع کېږی، له کله چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې، نو په افغانستان کې هم جګړه تېزه شوې او هم د افغانانو پر لوستو او فعالو کسانو بریدونه ډېر شوی دی. که دا لړۍ مهار نه کړای شی، نو وېره ده چې د تېرې ۲۰ کلنې دورې لاسته راوړنې به له‌منځه لاړې او یا به له ننګونو سره مخامخ شی؛ نو حکومت او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیتونه په خپل وخت تر سره کړی او افغانانو ته دې ډاډ او پاخه ضمانتونه ورکړل شی چې بیا له ۲۰ کاله پخوانی وضعیت سره مخ نه‌شی!

دلته باید ټولې خواوې ملت درک کړی او د ملت روا حقونه دې نه تر پښو لاندې کوی، د ملت له  ټولو ستره غوښتنه سوله ده او هېڅوک دا حق نه لری، چې د افغانانو لپاره سوله وننګوی، بلکې دا ملت هم د نورو ملتونو په څېر د سوله ییز او پرمختللی هوسا ژوند حق لری او دا حق یې باید خوندی کړای  شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید