روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

رحیم الله ((سمندر)) :د ‌ډبرو سکرو د صادرولو لپاره باید ښه میکانیزم او ښه اقتصادی پالیسی غوره شی

په ټول هېواد کې د اسلامی امارت په واکمنېدو سره د سوداګرۍ پراختیا او د کانونو راسپړلوته ډېره پاملرنه اړول شوې،چې د بېلګې په توګه پاکستان  ته د ډبرو سکرو صادرول یادولای شو. پاکستان د ډېرو فابریکو په لرلو سره د انرژۍ له کمښت سره مخ دی او غواړی له افغانستانه په لوړه کچه د ډبرو سکاره وپېری.همدغه د ډبرو سکرو پېرل دومره مهم دی،چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال افغانستان ته راغلی و او زموږ د سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره یې د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې. افغانستان د ډبرو سکرو له پلوه په سیمه کې یو بډای هېواد دی،خو پخوانیو حکومتونو د ډبرو سکرو ارزښت ته پام نه و اړولی . د دوی ټوله پاملرنه مصرفی اقتصاد او له بهرنیو هېوادونوڅخه د مرستو ترلاسه کولو بهیرته اړول شوې وه،چې د دغې اقتصادی کړنلارې پایله منفی ثابته شوه او حکومت نسکور شو.د دغې موضوع اهمیت ته په کتو سره د هېواد ورځپاڼې خبریال د افغانستان د صنایعو او کانونو د  عامل پلاوی له رئیس  رحیم الله ((سمندر))سره مرکه کړې،چې ستاسې پاملرنه ورته را اړوو.

پوښتنه:له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادرولوبهیرڅنګه پرمخ درومی؟

ځواب:له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادرولو کچه لوړه شوې  او د دواړو هېوادونو ترمنخ سوداګری ښه پرمخ درومی. پاکستان زموږ د هېواد د ډبرو سکرو لپاره ښه مارکېټ دی.د ښې اقتصادی پالیسۍ په غوره کولو سره به دغه بهیر لاهم غښتلی کړای شی. څلور ډوله د ډبرو سکاره،چې په نړۍ کې رواج لری په پاکستان کې هم  پېرونکی لری.د پاکستان ډېرې فابریکې پر حرارتی انرژۍ فعالې دی،چې دغه انرژی د ډبرو سکرو په واسطه تر لاسه کېږی.

ده زیاته کړه: د سیمې په کچه افغانستان د ډبرو سکرو ډېر کانونه لری سربېره پر دې د چین ، هند او روسیې هېوادونه هم د ډبرو سکرو له پلوه ښه بډای دی او همدارنګه قرغزستان ،تاجکستان او قزاقستان هم ډېر کانونه لری.افغانستان په داسې یوه سیمه کې پروت دی،چې د ډبرو سکرو لپاره د مارکېټ موندل  ورته ډېر مهم دی.موږ په (۱۶)شپاړسو ولایتونو کې د ډبرو سکرو کانونه لرو.هغه احصائیه،چې د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژۍ برخې کړې دا ښیی،چې زموږ هېواد د ډبرو سکرو ډېر کانونه لری او همدارنګه د پخوانی شوروی اتحاد د کانونو انجنیرانو،چې کومې څېړنې او سروې کړې وې دا ښیی،چې زموږ د ډبرو سکرو زیرمې زښته زیاتې دی.

ښاغلی سمندر څرګنده کړه: موږ ته په کار دی،چې د خپلو ډبرو سکرو د پلور او صادرولو لپاره ښه مارکېټ او بازار پیدا کړو.زما له آنده پاکستان زموږ د ډبرو سکرو لپاره ښه مارکېټ کېدای شی، خو په دې لاره کې ځینې ستونزې هم پرتې دی،چې د هغو د لرې کولو لپاره باید لاس په کار شو.د ډبرو سکرو سوداګرو ته لوړه ریالیتی یا مالیه وضع کول تاوان پېښوی.افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او سمندر ته لاره نه لری او سربېره پر دې ارزانه ترانسپورتیشن او د اور ګاډی پټلۍ هم نه لری د دې ترڅنګ له نوی او مډرن ترانسپورتېشن څخه هم بې برخې دی.پخوا موږ ښه او منظم ترانسپورټی شرکتونه لرل، خو اوس داسې شرکتونه،چې لوی موټر په واک کې ولری،چې د ډبرو سکاره ولېږدولی شی نه ترسترګو کېږی.د بېلګې په توګه،چې کله د افغانستان له سرپل ولایت څخه د پاکستان پنجاب یا نورو سیمو ته سکاره لېږدوو له ډېرو پړاوونو او جنجالونو تېرېږو. له سرپل څخه تر مزارشریف پورې د سکرو راوړل او هلته بیا د موټرو پیدا کول او کابل ته یې راوړل بله ستونزه ده.له یادو سیمو د سکرو راوړل ډېر لګښت غواړی.د تېلو د بیې لوړوالی هم د سکرو را لېږدوونکو په وړاندې بله ستونزه ده،له هرې لارې چې سکاره لېږدوو د سوداګرو ستونزې په خپل حالت پرتې وی.بیا هم زه خپله خبره تکراروم،چې پاکستان ته د سکرو د صادرولو لپاره باید ښه میکانیزم او ښه اقتصادی پالیسی غوره شی،چې زموږ سوداګر وشی کولی د سکرو لېږد ته دوام ورکړی.باید نړیوال مارکېټ او سیالی هم په پام کې ونیسو او سربېر ه پر دې  داچې پاکستان له کومو هېوادونو سکاره پېری او په څومره پیسو یې اخلی او که دا کار موږ هم کوو سکاره باید په څو پیسو وپلورو؟  ځکه د بازاراو سیالۍ مسئله ده.

پوښتنه:پاکستان غواړی له افغانستانه د ډبرو سکاره د ډالرو پر ځای په کلدارو ترلاسه کړی.له اقتصادی پلوه دغه معامله څنګه ده؟

ځواب:موږ د اسلامی امارت له چارواکو سره د ډبرو سکرو د پلورلو او پېرلو بهیر په کلدارو مطرح کړی،خو د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په آند هره هغه معامله چې د پاکستان له لوری سره کوویې، موږ ته دې افغانۍ راکړی او همدارنګه افغان لوری،چې کوم توکی له پاکستان څخه پېری باید په کلدارو تر سره شی.موږ دغه مسئله په غونډو کې دواړو لورو ته مطرح کړې او رسمی لیک مو د سوداګرۍ وزارت ته استولی دی.په داسې یوه حالت کې به د ډالرو موضوع په منځ کې نه وی او د دواړو هېوادونو په مروجو پیسو به پېر او پلور ترسره کېږی.موږ دا موضوع له اقتصادی  کمېسیون سره هم شریکه کړې ده.د صنایعو او کانونو خونې نظر دا دی،چې د خصوصی سکتور دولتی بانکونه باید فعال شی.دواړه هېوادونه په هغو ځایونوکې چې څانګې ولری باید بانکونه پرانیزی.د پاکستان خصوصی او دولتی بانکونه په هغو ښارونوکې چې افغان سوداګر راکړه ورکړه ولری بایدفعال او تعامل داسې وی،چې کله موږ پر پاکستان سکاره پلورو یاد هېواد دې د افغانۍ د ارزښت برابر په خپل بانک کې کلدارې واچوی او موږ ته دې بیا افغانۍ راکړی.کوم توکی،چې موږ له پاکستان څخه اخلو  افغانۍ  به د پاکستان په بانک کې اچوو او د پاکستان طرف به د افغانۍ معادل کلدارې تر لاسه کوی.همداسې پاکستان چې هره معامله په افغانستان کې کوی ،هغه دې په افغانیو کوی.دا کار د دواړو هېوادونو پیسو او اقتصادی ثبات ته ګټه رسوی.

پوښتنه:د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره افغانستان ته د پاکستان د سوداګرۍ د استازو راتګ څنګه ارزوئ؟

ځواب:د پاکستان د سوداګرۍ استازو د افغانستان د سوداګرۍ  وزارت له چارواکو سره کتلی او دا لړۍ به دوام ومومی.پاکستانی لوری په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ له خونو سره هم کتلی دی. په دې وروستیو کې د پاکستان نوی صدراعظم په خپلو ویناووکې له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا ته لېوالتیا ښودلې او غواړی،چې دا کار باید تر سره شی.په دې کار سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه کړای شی.کومې ستونزې چې د دواړو هېوادونو په وړاندې پرتې دی هڅه کېږی،چې له منځه یوړل شی.خصوصی سکتور ددغه کار هرکلی کوی.دواړه لوری دې په سوداګرۍ ، د ویزې سیستم ، په لېږد او رالېږد، ترانسپورتېشن ، له بهره افغانستان ته د ترانزیت برخه او نورو هېوادونو ته،چې ترانزیت کېږی،د پاکستان او افغانستان د پیسو په معاملاتو، د سوداګرو په تګ راتګ او د اقتصادی نندارتونونو په پرانیستلو کې آسانتیاوې رامنځ ته کړی. په دې کارسره د دواړو هېوادونو سوداګری وده کوی، ټولو ته جوته ده،چې په تګ راتګ کې ګټې وی.دا چې هر هېواد خپله ګټه په پام کې ونیسی او بل لوری ته پاملرنه ونه لری، دا کار ښه پایله نه لری.

پوښتنه:د افغانستان د ډبرو سکرو اندازه څومره اټکل کولی شئ؟

ځواب:د امریکا د جیولوژۍ د سروې څانګې د احصائیې له مخې افغانستان تر یو میلیارډ ټنه د ډبرو سکرو زیرمې لری؛خو کومې پخوانۍ سروې،چې شوی او نمونه ورڅخه اخیستل شوې د هېواد په (۱۶)شپاړسو ولایتونو کې د ډبرو سکرو کانونه لرو او سربېره پر دې په یو بل ولایت کې هم د سکرو شتون ثابت شوی دی.همدا اوس د هېواد په اویا سیمو کې د ډبرو سکرو نمونې لرو.زموږ  په آند په افغانستان کې له یو میلیارډ ټنو ډېرې د ډبرو سکرو زیرمې شتون لری.

نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید