روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

راځۍ له حاشیې تېر شو، په جګړه هدف ته نه شو رسېدلای

د ملی روغې جوړې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله وایی: د زور له لارې واک ته په رسېدو ټینګار کول ستونزې نه شی حل کولی، بلکې جګړې به لا ګړندۍ او په بل ډول به دوام پیدا کړی.عبدالله عبدالله چې پرون یې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د لوړ پوړیو پلاویو په دوه ورځنۍ غونډه کې خبرې کولې ووېیل: دوی د افغانستان د ټولو مشرانو او سیاسیونو سره تر سلا مشورو وروسته د ولس په استازیتوب طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته راغلی، تر څو شته ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل شی.عبدالله ټینګار وکړ ،چې موخه یې د افغانستان ستونزې ته د سیاسی حللارې موندل، مشارکت او د افغانستان د خلکو لپاره د ګډې راتلونکې ټاکل دی.نوموړی ووېیل: همدا اوس په هېواد کې جګړې په ډېر شدت سره دوام لری او پر وینا یې چې اصلی قربانیان یې هم افغانان دی.ده زیاته کړه، قطر ته د مانا لرونکو او اصلی خبرو لپاره راغلی، تر څو په هېواد کې تر ټولو اوږدې غمیزې او جنګ ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شی.د ملی روغې جوړې عالی شورا مشر زیاته کړه، چې سولې ته رسېدل له دواړو لورو انعطاف ته اړتیا لری او پر وینا یې ،چې د سیمې او نړۍ په کچه په افغانستان کې د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.عبدالله ووېیل: د تاشکند په کنفرانس کې هم د جګړې پر ځای په افغانستان کې پر سیاسی حل ټینګار شوی، نو که لاس ته راغلی فرصت له لاسه ووځی ټول به د خدای، خلکو، تاریخ او نړۍ پر وړاندې مسؤل وی.هغه هیله وښوده چې دغه دوه ورځنۍ غونډه به د مذاکراتو له روان بهیر سره مرسته وکړی، څو د سولې لپاره ګړندی ګامونه واخیستل شی.عبدالله پر طالبانو غږ وکړ، نور باید له حاشیې تېر او د ستونزې په متن بحث وکړو ځکه چې په جګړه هدف ته رسېدل ناممکن دی.د ملی روغې جوړې عالی شورا مشر په هېواد کې روان تاوتریخوالی ته په اشارې ووېیل، چې د جګړو له امله د روانې وینې توییدنې جبیره نه شو کولی او نه له مسوولیت ځان خلاصولی شو، نو په کار ده چې افغان ستونزې ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شی.د افغانستان د ملی روغې جوړې عالی شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسی مشرانو یو ګډ پلاوی په دوحه کې د طالبانو د استازو سره د خبرو لپاره تېره ورځ قطر ته تللی.په دغه پلاوی کې کریم خلیلی، عطاء محمد نور، کلیم الله نقیبی، باتور دوستم او یو شمېر نور افغان سیاسیون شامل دی.د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې غونډه پر داسې مهال تر سره کېږی چې تر بل هر وخت افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید