روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ۵ نورو ولایتونو د ولسی جرګې د ټاکنو ابتدایی پایلې اعلام شوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسىون د ۵ نورو ولاىتونو د ولسی جرګې د انتخاباتو ابتدایی پاىلې هم اعلام کړې. نىمروز، لغمان، پنجشېر، زابل او کاپىسا هغه ولاىتونه دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسىون ىې د ولسی جرګې د انتخاباتو ابتدایی نتىجې اعلام کړې. تر دې وړاندې دغه کمېسىون د ابتدایی پاىلو پر اساس د بامىانو، ډاىکنډی، جوزجان، فراه او ارزګان ولاىتونو د برىالىو کاندىدانو نومونه اعلام کړی وو. نو د ۱۰ ولاىتونو ابتدایی پاىلې څرګندې شوې دی. زابل ولاىت په ولسی جرګه کې ۳ استازی لری او دا کسان له ابتدایی پاىلو سره سم برىالی شوی دی: «عبدالقادر کلاتوال» په ۱۸۲۶ راىو، «حمىدالله توخى» په ۱۵۳۷ راىو «زهرا توخې» په ۴۸۲ راىو. پنجشېر په ولسی جرګه کې دوې چوکۍ لری او دا دوه تنه د ابتدایی پاىلو له مخې برىالی شوی: «محمدزلمى نوری» په ۱۰۲۴۲ راىو «راحله سلىم» په ۱۵۴۸ راىو. نىمروز هم په ولسی جرګه کې دوې چوکۍ لری. د ابتدایی پاىلو پر اساس دا دوه تنه برىالی شوی:«فرىده حمىدی» په۷۱۸۲ راىو «ګل احمد نورزاد» په ۵۸۵۰ راىو. کاپىسا په ولسی جرګه کې ۴ استازی لری چې دا کسان برىالی بلل شوی:«مىردادخان نجرابى» په ۵۹۶۹ راىو، «مىرحىدر افضلی» په ۵۵۰۵ راىو، جنرال «اقبال صافى» په ۵۴۳۷ راىو «خدىجه الهام خلىلی» په ۱۳۸۴ راىو. لغمان هم په ولسی جرګه کې ۴ چوکۍ لری او د ابتدایی پاىلو پر اساس دا کسان ورته برىالی شوی دی: «عبدالمنىر تره خېل» په ۴۴۰۳ راىو، «محمد رفىع مموزى»په ۳۰۰۶ راىو، «محمد عالم قرار» په «۲۹۱۲» راىو او «زىفنون صافۍ» په ۱۷۸۴ راىو.

ممکن است شما دوست داشته باشید