روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د یو هېواد او یو ملت په تاریخ کې د اشخاصو د سوانحو ونډه !!

جبریل سعد ـ  لومړۍ برخه

انسانی ژوند د گڼ شمېر علمی فنونو په مرسته پرمخ روان دی او په انسانانو کې د بېلابېلو مطالعاتی ذوقونو خلک شته چې هرڅوک له خپل ځانگړی فن سره مینه لری، دومره مینه چې د ژوند بېلابېلی شېبې او پېښې که له بل هر فن سره تړاو ولری؛ نوموړی یې له خپل فن سره د مېنی له امله د هغه له زاویې گوری، ارزوی او انگېری، خو تاریخ د انسان د ژوند د کیسې په توگه یو داسی فن دی چې د نورو ټولو فنونو هغه ورسره د خپل ځانگړی فن په څېر مینه لری او هم اړ دی چې ویې لولی او ترې څه زده کړی، ځکه دایې د خپل ژوند هغه کیسه ده چې له شتونه یې په زرگونو کلونه وړاندې  د بشر له تخلیق څخه را پېل شوې، د خپل راتلونکی پلان ورته ښیی او د دې پلان په رڼا کې ورته د ده راتلونکی ښه او یاهم بد انځوروی او له دې دوو پر یو ډول انځور گرۍ ته یې هڅوی. د انسان کیسه که د شخص، که یې د کورنۍ او که هم د یوې بشپړې ټولنې وی، انسان یې لوستو ته تر بل هرڅه لېواله او په دې کیسه کې د ځان پېژندنې تلوسه لری، تاریخ انسان ته د هغه له پیدایښته له پایښته ټولې کیسې کوی. که یو انسان د فرد په توگه په کورنۍ، کورنۍ یې په قوم، قوم یې په ملت او ملت یې په جنس بشر کې د رامنځته کېدو پوښتنه کوی. که د ځمکی پر مخ د بشر د منځته راتلو او د ژوند پیلولو او د ژوند ډول ډول پړاوونو څخه یې را تېرېدو او اوسنیو شرائطو او حالاتو ته د راسېدو د څرنگوالی موندلو په لټه کې وی. که د خپل هویت موندنې او ځان پېژندنې په هڅه کې وی، چې د بېلگې پر دود زه یو تن په کوم ملت پوری تړاو لرم؟ د افغان په توگه څوک یم؟ زما افغان ملت څه ډول منځ ته راغلی او له کومو بریالیو او ناکامو پړاوونو راتېر شوی؟ کوم پرمختگونه او شاتگونه یې لرلی؟ له کومې پر کومه خوا روان دی؟ او…که د لومړنیو خلکو د شخصی ژوند، ټولنیز هماهنگ او هم متلاشی او پاشلی ژوند او د ژوند د بېلابېلو سړو تودو د څرنگوالی پر تړاو پوښتی.

که هغه د پخوانیو خلکو د اصولو، فرهنگونو، واکمنیو، انقلابونو، تمدنونو، رامنځته کړیو نظریو او نوښتونو، خپلمنځی اړیکو، تړونونو، جگړو او مبارزو او د ژوند د هر اړخیزې کتنې اړتیا احساسوی. که د سترو بدلونونو راوستونکو انقلابونو، د هغو د پېلامو او عواملو، بهیرونو او پایلو د څرنگوالی او څومره والی په اړه یې پوښتنې خیال ته ځی او راځی. که هغه د ټولیز پرمختگ د رامنځته کېدو تیوری، د نړۍ په کچه بېلابېلو لویو امپراتوریو او امپراتورانو په اړه له پوښتنې سره مخ وی. که یې د خپلو پرگنو او یا هم د پردیو جگړو او یرغلونو او پکې د مادی او معنوی وړتیاو، ځانگړتیاوو، پیاوړتیاوو، نوښتونو او نیمگړتیاوو، همدارنگه د هر اړخیزو تېریو، تیوریو، تېروتنو، ماتو او را پرځېدو عوامل او لاملونه څېړی. که پر نړۍ د گڼو قومونو، ملتونو، اسمانی دینونو، وضعی قوانینو، د ژوند څرنگوالی، کلتورونو، هنرونو، راج او رواج، بشپړ ژوند کې د توپیرونو او تر اوسه د وخت پر تېرېدو رامنځته شویو تغیرونو په هکله پوهېدل غواړی. که هغه د ازادۍ او استقلال ارزښت پېژندنه او ورته پاملرنه غواړی، که د خپلو پرگنو او وړاندینیو خلکو له ژوند او تجربو گټه اخلی، که د ملت پالنې، ملی غرور او د ملی اتلانو د ویاړونو پر اتلولیو ویاړی او احساس یې په ځان کې را ژوندی کول غواړی، که له خپلو پرگنو ځان خبرول او د هغوی لاره نیول غواړی. که د پردیو په وړاندې خپل اصالت پر اثبات رسول غواړی، که نوښتونه رامنځته کول او پر تمدن او ټېکنالوجۍ خپل ملت د نورو سیال جوړول غواړی، نو همدا د خپل ژوند کیسه(تاریخ)یې ورښیی او ترې خبروی یې، د دې هرڅه په اړه دې هغه په دې کیسه کې ټول څه ولولی.

خو دا هغه وخت چې تېرو انسانانو دا هرڅه د تاریخ حافظه کې ثبت او پر خپل لاس یې په تاریخ کې خوندی کړی هم وی، ځینې چې کومې د پام وړ پېښې او شخص په اړه وایی: تاریخ به دا هم ولیکی، تاریخ به یې په سروزرو لیکی، تاریخ به یې یاد ساتی، یاد یې تل پاتې او داسی نور…؛ د تاریخ نوم یې اورېدلی نور نه پوهېږی چې هغه څه دی؟ څوک پکې لیکی او څوک پکې یاد تل ساتی؟ لکه تاریخ چې یوه د خدای ج رالېږلې پرښته، انسان او یا یو داسی په نوې ټېکنالوجۍ سمباله ډېجېټل دستگاه وی چې د ده له خوښې، بې ځایه تمې او بې مانا ټکو سره سم هغه به لیکی، یاد به یې ساتی او… خپله لاس نه ښوروی. دوی باید سر خلاصی وی چې یو د تاریخ شتون دی او بل یې کښل، موږ رښتیاهم تاریخ لرو او له ډېرو غوره او ځانگړی تاریخ، خو چې پر خپل لاس یې وهم لیکو او ثبت یې کړو همغه هم تاریخ دی، هم به تاریخ لیکلی او یاد به یې ساتلی وی، له دې پرته د نیمگړی تاریخ رول هم همغسې نیمگړی وی چې په خواشېنۍ سره له امله یې زموږ تاریخ پر خورا ارزښتناکو ځانگړنو سربېره له همدې جملې او نیمه خوا دی، دا نیمه یې که ټوله ونه وایو زیاته برخه یې اټکلونه او له یو او بل درکه اخیستنې دی چې تېروتنې او نیمگړتیاوې هم ورکې په تېر پسې بیاځل تکرار شوې او پر هیڅ علمی تحلیل ولاړ نه وی. نور بیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید