د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ــ د وردګو د سید آباد ولسوالۍ د برېښنایی تجهیزاتو د تدارک قرارداد ؛
ــ د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک ریاست لپاره د ۳۰ قلمه اعاشوی موادو د تدارک قرارداد؛
ــ د ملی دفاع وزارت د وسلو او تخنیک ریاست لپاره د۳ قلمه بېلابېلوقلمی بیټریو د تدارک قرارداد.
همدارنګه کمېسیون له هراړخیز بحث وروسته په لاندې پروژو کې د تعدیل لپاره وړاندیزونه تصویب کړل:
ــ د بلخ د ګمرک د ۵۰۰۰جرېبه مځکې د احاطوی دېوال د جوړولو د پروژې تعدیل؛
ــ د آفاتو او نباتی ناروغیو د ملی سروې د پروژې تعدیل؛
ــ د ۱۰۱ آسمایی زون قوماندانۍ لپاره د اړتیا وړ ۲۵ سېټه K9 د کرایې د پروژې تعدیل؛
ــ د ملی دفاع وزارت لپاره د اړتیا وړ د ۲قلمه لبنیاتو د پروژې تعدیل .
د کمېسیون د پرېکړو د تطبیق د موثرې څارنې په موخه په دې غونډه کې د پوهنې، انرژۍ او اوبو، کور او ښار جوړولو وزارتونو له لوری د شویو پرېکړو د تحقق پر راپورونو او همدارنګه د تدارکاتو د طرزالعملونو او قانون د احکامو په رڼا کې لازم تصمیمونه ونیول شول،خو د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ برېښنا ودانیزو چارو او متفرقه تجهیزاتو د تهیې او تدارک قرارداد د ورکړې او منظورۍ غوښتنه د لازیاتې ارزونې او موثر تحلیل په خاطر بېرته ور وګرځول شوه.د هېواد جمهوررییس ټینګار وکړ، د پروژو مسوولین باید په ټولو تدارکاتی پروسو کې د شفافیت د لا زیاتې پیاوړتیا او د پروژو د موثر تطبیق د څارنې د میکانیزمونو په موخه له لازم دقت کار واخلی او د پروژو په تطبیق کې دې له ځنډ څخه جدی ډډه وکړی. په دې غونډه کې دملی تدارکاتو ادارې مسوولینو، له فساد سره د مبارزې پارلمانی کاکس، د ولسی جرګې د مالی او بودجې او ملی اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړی استازی (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ملی او بین المللی څارونکو هم حضور درلود.