روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د یو شمېر ولایتونو رایې بیا شمېرل کېږی

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د کندوز په ګډون ممکن د یو شمېر نورو ولایتونو رایې بیا هم وشمېرل شی. دغه کمېسیون وایی چې د یو شمېر نورو مرکزونو په اړه جدی شکایتونه موجود دی چې ممکن رایې یې بیا وشمېرل شی. د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست ازادی راډیو ته ویلی، چې د کندوز ولایت د انتخاباتی مرکزونو په اړه زیات شکایتونه موجود دی: (( د کندوز په اړه زیات شکایتونه موجود دی، د دې احتمال شته چې د کندوز د ځینو مرکزونو رایې بیا وشمېرل شی.)) دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کابل او پنجشیر ولایتونو د رایو بشپړ او همدا شان د یو شمېر نورو ولایتونو د رایو د ځینو مرکزونو د بیا شمېرلو پرېکړه کړې وه. د ولسی جرګې د تلې د ۲۸مې، ۲۹مې او همدا شان د عقرب د ۵مې انتخاباتو په اړه زیات شکایتونه موجود وو. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې د ولسی جرګې د ۳۲ ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د قوس په دوهمه او د کابل ولایت د انتخاباتو پایلې به د همدې میاشتې په ۱۰مه اعلام شی. د دغه کمېسیون مرستیال ویاند وایی چې تر اوسه د ۱۰ ولایتونو د بایو مټریک معلومات سرور ته داخل شوی او دغه پروسه به په کم وخت کې بشپړه شی. میرزا محمد حق‌پرست وایی چې د کمېسیون کارونه له مهالوېش سره سم په مخ روان او له اعلان شوی وخت سره به سم د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړی. که څه هم د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د شفافیت لپاره د رایو بیا شمېرل اړین بولی، خو په دې برخه کې د عدالت تامین مهم بولی. د دغه بنسټ اجرائیوی مشر یوسف رشید ازادی راډیو ته وویل، وېره شته چې ځینې مغرض کسان به د رایو د بیا شمېرنې په بهانه فساد ته لاره هواره کړی. دى وایی: (( خداى مه‌کړه، بیا شمېرنه فساد ته لاره هواره نه‌کړی، موږ اندېښمن یوو چې ځینی مغرضې کړۍ او اشخاص په کمېسیون فشار رانه‌وړی او په رایو شمېرلو کې ګوتې ونه‌وهی، د دې پر ځاى چې عدالت ته زمینه برابره کړی، فساد ته لاره هواره نه‌کړی.)) ښاغلى رشید زیاتوی چې د رایو د شمېرلو پر مهال باید د کاندیدانو استازی موجود وی او که ستونزه موجوده وه، نو باید له طرزالعمل سره سم د شکایتونو فورمه ډکه کړی، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی چې هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړی چې د دوى په کارونو کې لاسوهنه وکړی او په دې برخه کې شفافیت د دوى ژمنه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید