روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د یوۀ ګمراه بوډا کیسه!

عبدالرحیم راشد

کله کله انسان حق پېژنی او دا یې هم خوښیږی، چې پیروی ئې وکړی، خو د دنیا خوندونه دوکه ورکړی او په خپلی ګمراهۍ او بې لارۍ کی پاته شی.

“أعشی بن قیس” یوبوډا او سپین ږېری شاعر وو، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لیدنی له پاره له یمامې څخه نجد ته راغی او غوښتل یې چې اسلام ومنی. په ډېره مینه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر لورروان شو او د حضور علیه السلام د ستاینې شعرونه یې زمزمه کوله.

له درو او دښتو څخه تېر شو، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لیدنې شوق، د اسلام منلو خوند او د بتانو کرکې ګړندی کړی وو.

کله چې مدینې منورې ته نږدې شو، ځینې مشرکان یې مخ ته ودرېدل او پوښتنه یې ترې وکړل چې ولی مدینې ته ځې؟

هغو ته یې وویل: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لیدو هیله لرم، تر څو اسلام ومنم. هغوی د ده په اسلام منلو باندې ووېرېدل، ځکه د ده په اسلام راوړلو سره پیغمبر صلی الله علیه وسلم قوی کېدی. د هغه صلی الله علیه وسلم شاعر،حسان بن ثابت رضی الله عنه دوی ډېر ځورول او ورڅخه په تنګ وه، نو د عربود شاعر، أعشی بن قیس په اسلام منلو سره به څه حال وی؟

هغوی ورته وویل: اې أعشی! ستا او ستا د پلرونو دین ډېر غوره دی.

– نه، بلکې د هغه دین غوره او قوی دی.

هغوی یو او بل ته مخونه واړول او مشوره یې سره وکړه، چې څنګه دی له اسلام څخه ناهیلی کړی. نو بیا یې وویل: اې أعشی! هغه زنا حرامه ګڼی؟

أعشی وویل: زه سپین ږیری بوډا یم، ښځو ته مې اړتیا نشته- هغه شراب حرام کړی دی؟ شراب د عقل له منځه وړونکی او د سړیو ذلیلوونکی دی، هغو ته اړتیا نه لرم. کله چې ولیدل، پر اسلام منلو ټینګ ولاړ دی؛ نو ورته ویې ویل: سل(۱۰۰) اوښان درکوو او په بدل کې یې اسلام مه قبلوه او بېرته خپل قوم ته وګرځه.أعشی لږ وخت هغه ډېر مال ته سوچ یووړ، ډېره سرمایه وه، شیطان یې پر عقل برلاسی شو او هغوی ته یې وویل: سمه ده، مال قبلوم. سل(۱۰۰) اوښان سې ورته راټول کړل. ده اوښان له ځان سره روان کړله او له خپل کفر سره بېرته ستون شو.بوډا ډېر خوښ او خوشحاله و. سل(۱۰۰) اوښان یې له ځان سره روان کړی وو، خو کله چې خپلې سیمې ته ورنږدې شو، له اوښ څخه ولوېدی، غاړه یې ماته او مړشو.

ممکن است شما دوست داشته باشید