روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د یمن په۷کلنه جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېرله۳لکواوښتی

ملګری ملتونه اټکل کوی ،چې د یمن په اووه کلنه جګړه کې به د روان میلادی کال تر پایه د وژل شویو شمېر ۳۷۷۰۰۰ ته ورسېږی.د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام ‘UNDP’ وړمه ورځ په راپور کې وویل: د دغه شمېر مړینو علت به د جګړې په مستقیمو او غیرمستقیمو عواملو پورې تړلی وی.ملګری ملتونه اټکل کوی، چې د دغو مړینو ۶۰ سلنه به د جګړې د غیرمستقیمو عواملو له امله وی، لکه د پاکو اوبو د نشتوالی، لوږې او ناروغیو له کبله.د دې ادارې د راپور له مخې، تر را روانې میاشتې به د هغو کسانو شمېر ،چې په مستقیم ډول د جګړو له کبله وژل شوی، تر یو نیم لکو زیات وی.د سعودی عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵میلادی کال په لومړیو کې د یمن په جګړه کې ځان دخېل کړ ،چې د حوثی یاغیانو پر وړاندې په مبارزه کې د یمن د حکومت مرسته وکړی.دغه ایتلاف وویل ،چې وړمه شپه یې د پلازمېنې صنعا هغه سیمه کې چې د حوثی یاغیانو په کنټرول کې ده، د بالستیک میزاییلو د توغولو ساحه په هوایی حملو کې وېجاړه کړې ده.د المسیره په نامه تلوېزیون چې په ایران پلوه حوثی یاغیانو پورې د تړلو ډلو له خوا چلول کېږی، ویلی، د سعودی عربستان په مشرۍ د ایتلاف په هوایی حملو کې د پلازمېنې یوه استوګنیزه ساحه وېشتل شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید