روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د یرغلونو په وړاندې د افغان ملت حساسیت…!

د اسیا په زړه کې د پراته ښکلی هیواد افغانستان وګړی د ننګ او غیرت بې شمېره او بې ساری شاهکارونه لری. په تېره شاوخوا یوه پېړۍ کې یې د نړۍ درېو سترو امپراتوریو: برېتانیا، روس او امریکا ته په ډېرو کمو امکاناتو تاریخی ماتې ورکړی.

افغان ملت که څه هم دری څلوېښت کلنې جګړې سخت ځپلی او د مادی پرمختګ او ترقۍ له کاروانه ډېر وروسته پاتې دی؛ خو د اشغال او تېری په وړاندې حساسیت او د خپلواکۍ او استقلال مینه یې طبعی او په خټه کې اغږل شوی عنصر دی.

د کمزوری اقتصاد او ځواکمن پوځ د نشتوالی له وجې په لومړی سر کې پر دغه وروسته پاتې هیواد یرغل ډېر اسانه ښکاری او همدا لامل دی، چې د یو اشغال له پای ته رسېدو وروسته بل پیلېږی، خو له یرغل وروسته نیواکګر له داسې بې مخینې او نه مهارېدونکې مبارزې سره مخ شی ،چې د وتلو لاره ترې ورکه شی . د امریکا برخلیک له هېچا هم پټ نه دی.

د روانې اوونۍ په پیل کې د ګاونډی هیواد پاکستان جنګی الوتکو د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د خوست او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو بمبارۍ وکړې، چې پکې لسګونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

له بریده وروسته سمدلاسه اسلامی امارت توند غبرګون وښود، پهکابل کې د پاکستان سفیر یې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ، دغه کړنه یې د نړیوالو قوانینو نقض وبلله او په سختو ټکو یې وغندله، په راتلونکی کې یې ددغه ډول پېښو د مخنیوی جدی غوښتنه وکړه او ګوتڅنډنه یې وکړه چې موږ دې څوک بالمثل اقدام ته نه مجبوروی.

افغان ملت هم بې تفاوته پاتې نه شو، د ګاونډی هېواد دغه کړنه یې د پراخو لاریونونو په ترڅ کې وغندله او په راتلونکی کې یې ددغه ډول پېښو د دوام په صورت کې د ناوړو پایلو خبرداری هم ورکړ.

مهمه داده چې افغانستان په راتلونکی کې ددغه ډول پېښو مخنیوی څنګه وکړی؟

په لنډمهال کې ددغو پېښو د مخنیوی په موخه باید اسلامی امارت له ټولو وړاندې د نړیوال رسمیت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړی او له دې لارې پر تېری کوونکو هیوادونو بایدفشار راوستل شی چې بیا دغه ډول کړنې تکرار نشی او که کومه ستونزه رامنځ ته کېده، هغه باید له ډیپلوماټیکو لارو چارو حل شی.

دوهمه او بنسټیزه لاره داده، چې اسلامی امارت له افغان ملت سره په همغږۍ  پیاوړی او پر ځان متکی اقتصاد او د سیمې په کچه غښتلی او مجهز پوځ جوړ کړی، دا کار که څه هم ستونزمن دی، خو ناشونی  نه دی، د کلکې ارادې او بصیرت له لارې کېدلی شی.

د پیاوړی اقتصاد او ځواکمن پوځ په شتون کې به بیا هېڅ بهرنی هیواد زموږ پر قلمرو د برید خیال هم ونه کړی، برید خو لرې خبره ده؛ ځکه موږ وینو چې د نړۍ ډېر هیوادونه له یو بل سره د سرحدی سیمو، اوبو او ورته نورو موضوعاتو په اړه ستونزې لری خو د بالمثل اقتصادی او پوځی ځواک له امله یې هیڅ لوری له نظامی لارې د حل وس نه لری، او نه یې د حل لپاره دغه انتخاب مناسب ګڼی، چې پاکستان او هندوستان او چین او هندوستان یې ښې او نږدې بېلګې دی.

د پاکستان له خوا له تر سره شویو بریدونو وروسته ځینو افغانانو د بالمثل اقدام غوښتنې وکړې، خو دا کار په اوس وخت کې د افغانستان لپاره ښې پایلې نه لری، افغانان دې د جګړې او متقابل ځواب پرځای ټولې هڅې پر ځان بسیاینې او نړیوال رسمیت ورټولې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید