روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ګمرکونو ۵۰ سلنه عواید شخصی جیبونو ته ځی

 د مالیې وزارت وایی: د هېواد ۵۰ سلنه عواید شخصی جیبونو ته ځی.د دغه وزارت سرپرست محمد خالد پاینده وړمه ورځ په کابل کې غونډې ته د وینا پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غنی هغه نېوکې پر ځای وبللې، چې ویلی وو د هېواد ۵۰ سلنه عواید شخصی جېبونو ته ځی.نوموړی څرګنده کړه چې د یو شمېر ولایتونو په ګمرکو کې یې داسې اسناد موندلی، چې د اصلی جنس پر ځای ناقانونه توکی او موټر افغانستان ته وارېدیږی.ده د ناقانونه توکو پر وارېدېدو کې د ګمرکونو کارکوونکی لوړپوړی چارواکی او خصوصی سکتور ګرم وبلل.دا په داسې حال کې ده، چې د مالیې وزارت په ګمرکونو کې د ډېرو ستونزو خبره کوی، خو وایی: د یادو ستونزو د اواری لپاره پر دیجتیلی ترازو، د سکن ماشین، امنیتی کمرو، د ګمرکونو بیا رغونه، پارکېنک جوړول او په ګمرکونو کې د اصلاحاتو پر بدلون خبره ټینګار کوی.سرپرست وزیر محمد خالد دغه راز زیاتوی ،چې څو ګاونډیو هېوادنو سره توافق ته نه وی رسېدلی یادې ستونزې حل نه کړل شی.د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د نورو کلونو په پرتله تر ټولو ډیر ۲۱۶ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید