روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کډوالو موضوع ته دې د یوې انسانی مسئلې په توګه وکتل شی

شاه محمود درویش

زموږ په هېواد کې د تېرو کابو څه باندې څلورولسیزوجګړې دوام، سره له دی ،چې افغان ولس ته یې ځانی اومالی زیانونه اړولی دی، بلکی د دی ترڅنګ زموږ په میلیونونو هېوادوال دګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان ، ایران ، تاجکستان… او هم دسیمې  ځینو نوروهېوادو نو په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونوته دکډوالۍ تریخ اوستونزمن ژوند ته هم اړکړی ،چې په دی ترڅ کې زیاتره افغانان پاکستان اوایران… ته کډه شوی او له یو لړ ستونزو سره سره ترننه دیادو هېوادونو د امنیتی ارګانونو له خوا په ډول ډول پلمو تل وهل او ټکول کېږی، ځوروی یی، آن زندان ته یی اچوی او په ډېر بد حالت کې د هرراز قوانینو پرخلاف له کورنیو سره یوځای اویاهم په یوازی ډول په اجباری او غیرانسانی توګه افغانستان ته را شړل کېږی  او تل له افغان کډوالو څخه سیاسی ګټه پورته کوی.

البته دې ټکی ته مو باید پام وی ،چې زموږد هېواد  ډېری غم ځپلی خلک د جګړې له امله  په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې بهرنیو ملکونو او په ځانګړی توګه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته اجباری کډولۍ ته اړشوی ، خو متاسفانه دغه بهیر ترننه هم دوام لری ، البته سره له دې چې په نړۍ کې د بشر د مهاجرت موضوع له زرګونو کلونو وړاندې شتون درلود او اوس یې هم لری ، مهاجرت د مدرن مفهوم له مخې د خلکو حرکت ، کډه کول له یو هېواد څخه بل هېواد ته استوګن کېدو ته ویل کېږی ،خو دا باید هیر نه کړو، چې سیلانیان یا موقتی لېدونکی د مهاجر په توګه نه پېژندل کېږی اما دکارګرانو یا کاری ځواک فصلی مهاجرت چې د بیلګې په توګه له یو کال څخه د کمې مودې لپاره وی غالباً یو ډول مهاجرت شمېرل کېږی ، دمهاجرت په هکله باید وویل شی ، مهاجرت منوونکی هېوادونه د مهاجرینو له کاری ځواک څخه ګټه اخلی ، ډېری صنعتی هېوادونه د خپلو اقتصادی چارو د پرمختګ لپاره په ارزانه توګه د مهاجرینو کاری ځواک ته اړتیا لری ، مهاجرین په ځانګړی توګه په ساختمانی ، هوټلداری ، خدماتی ، د کورونو ساتنې (څوکېداری) ، زراعتی او داسې نورو چارو بوخت وی .

څېړنو ښودلې ، چې زموږ  ګاونډی هېوادونه له دې جملې څخه ایران او پاکستان د مهاجرت دټولو موازینو او مقرراتوخلاف هرکال په مختلفو موسمونو کې ډېری افغان مهاجرین اجباری لېږلو ته اړباسی او په دې توګه ډېری کورنۍ خپل هېواد ته په اجباری توګه را لېږی او له خپل هېواد څخه یې شړی ، متاسفانه چې دغه اجباری را ستنول اکثراً په ساړه ژمی او سختو شرایطو کې صورت نیسی لکه څنګه چې په دې وروستیو کې درسنیو په حواله د هېواد د کډوالو وزارت د مسئولینو له قوله ویل شوی ،چې له ایران څخه د افغان مهاجرینو د اېستلو بهیر ډېر شوی او د روان لمریز کال د عقرب میاشتې له څلورمې نیټې څخه راپه دېخوا  له ( ۲۲) زرو څخه زیات افغان مهاجرین چې په هغوی کې کورنۍ ، مجرد ځوانان او ماشومان شامل وو د ایران د پولیسو له لورې نیول شوی او بیا په اجباری توګه یې افغانستان ته ستانه کړی دی ، یعنې بغیر له دې نه چې د ګاونډیتوب حق په نظر کې ونیسی یاهم د مهاجرینو په برخه کې نړیوال موازین ، مقررات ، د بشرحقوق په پام کې ونیسی .البته ځینې وخت داسې هم شوی ، چې د ایران امنیتی موظفینو او پولیسو افغان مهاجرین چې په ساختمانونو کې په کار بوخت وو د کار په جامو کې نیولی او اردوګاه یا د مهاجرینو پنډغالی ته یې لیږدولی او بله ورځ یې بغیر له دې نه چې د دوی کورنۍ چې د ایران دښارونو په کوم ځای کې ژوند کوی هغوی  ترې نه خبرشی ، دوی په اجباری توګه افغانستان ته شړل کېږی او د دوی کورنۍ د پرېشانی په حال کې بې سرنوشت پاتې کېږی ، ایرانیان حتا له همدغه مهاجرینو څخه د لارې کرایه هم اخلی ،همداشان ګاونډی هېواد پاکستان هم د افغان مهاجرینو په وړاندې د ایران په څیر تل ورته چلند کوی ، البته سره له دې چې د دغه هېوادونو چارواکی تل د دوستی او ښه ګاونډیتوب نارې سورې وهی خوبرعکس تل ناوړه پالیسی پرمخ بیایی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د حکومتونو او ځینو بشرپاله ټولنو له لورې تل غونډې جوړیږی او په ټوله کې په دې باندې ټینګار کېږی، چې په اړوندو هېوادونوکې باید تل له کډوالو سره د انسانی کرامت له مخې نېک سلوک ، ښه چلند او د بشر په توګه د دوی دحقه حقونودرناوی  وشی او هېڅکله هم د دوی پروړاندې باید له زور ، جبراو تاوتریخوالی څخه کار وانه خیستل شی اودمهاجرت مسئلې ته باید سیاسی رنګ ورنه کړل شی او دا مسئله باید هېڅکله هم د هېوادونو ترمنځ د سیاسی رقابتونواو نورو ملحوظاتو ښکار نه شی او د نړۍ په هر ګوټ کې باید له کډوالو سره تل د بشرپالنې په عالی روحیه ښه سلوک او انسانی چلند وشی .

بنا په ټوله کی باید وویل شی، چی دکډوالو په چارو کی د ملګرو ملتونو دعالی کمیشنرۍ  د پالیسی له مخی افغان کډوال باید خپل هېواد ته په داوطلبانه، هوسا، تدریجی او آبرومندانه ډول را ستانه کړای شی، نه په اجباری اوغیرانسانی ډول،خو سره له دی هم یو شمېرافغان کډوال چی له نورو ملکونو څخه هېواد ته را ستنېږی ډېره اړینه او ضروری هم بیا دا ده چې راستنیدونکو کډوالوته باید په هېواد کې دننه د ورځنی ژوند دپرمخ بېولو اوسالمی بوختیا په موخه دوی ته دکار لازم شرایط اوښه زمینه مساعده شی ترهغو، چی په ورځنی ژوند کی دوی او د دوی کورنۍ له زیاتو ستونزو سره مخ نه شی، بلکی آبرومندانه ژوند اختیار کړی، همداشان هېواد ته د راستنو شویو کډوالو لپاره دکار زمینی دبرابرولو ترڅنګ باید سرپناه  په برخه کی هم دافغانستان اسلامی امارت اړوندی  مسئولی مراجع  باید جدی پاملرنه وکړی، ترهغو چې په ټولیزه توګه هېواد ته راستنېدونکی کډول له ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخ نه شی ، بلکې دوی ته په خپل هېواد کی د ننه د آبرومندانه او باعزته ژوند د پرمخ بیولو لازم شرایط برابر شی.

په دی هیله چې لومړۍ، خو باید په کومو هېوادونو کې چې هلته افغان کډوال اوسېږی باید په دوی  باندی د هرډول نړیوالو کنوانسیونونو خلاف فشار رانه وستل شی، بلکې دکډوالۍ مسئلې ته باید د یوې بشپړې انسانې مسئلې په توګه وکتل شی او په ټوله کې سیاسی مسایل باید هېڅکله هم دکډوالو پرژوند اغېزه ونه کړی، په دویم قدم کې د افغانستان اسلامی امارت هم  باید دکډوالورا ستنیدوته لازم تدابیر او امکانات برابر کړی، ځکه چې تر ابده خو افغانان په پردیو هېوادونو کې نه شی او سېدلى اونه هم دکډوالۍ له حقارت څخه ډک ستونزمن ژوند زغملى شی، بلکی دا مسئله دحل اساسی لاره غواړی او باید چې په دی اړوند د افغانستان اسلامی امارت ځانګړی پاملرنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید