روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کوه نور الماس

د احمدشاه ابدالی له ارزښتمنو میراثونو یو هم د ((کوه نور الماس)) دی،خو له بده مرغه، لکه د اعلیحضرت احمدشاه د پراخې واکمنۍ د ځینو مهمو سیمو او برخو په څېر دغه الماس هم د افغانانو له لاسه وتلی او د نورو د برم او پلاز د ښکلا او ځلا سبب ګرځېدلی دی. د ابدالی احمدشاه په خزانه کې چې زوی-سلیمانشاه ته یې په پاتوړ (میراث) ورسېده،یوازې د کوه نور الماس نه، بلکې دوه نور نامتو الماس هم وو چې ((دریای نور» او ((فخراج بی نظیر» نومېدل. (۱) د ((دریای نور» او ((فخراج بی نظیر» الماسو څرک لکه د افغانستان د ډېرو نورو ارزښتمنو اثارو په څېر د تاریخ له حافظې نه ورک دی او یوازې د «کوه نور» د الماسو پته د برېتانیا په ټاپو کې موندل شوې ده. ویل کېږی، کله چې برېتانویانو دغه الماس ترلاسه کړ، نو د «الماسو د پاچاه» نوم یې پرې کېښود.

د کوه نور الماس شتمن اسطورییز او افسانوی اړخ هم لری. د مها بهارت د لیکوال، افق په وینا، څه نا څه پنځه زره کاله مخکې د هند نامتو افسانوی اتل – دوکارنا لومړنی کس و چې دغه الماس یې درلودل. افق د یوې بلې افسانې نوښتګر هم دی او لیکی چې: په لرغونی هند کې دوه هندوان وروڼه وو چې یو یې ګندهارا او بل یې مهاراجا ګجنی نومېده. لومړی ورور لرغونې ګندهارا او دویم هغه یې غزنی جوړ کړ او دغه سیمې یې پخپلو نومونو – ګندهارا (کندهار) او ګجنی (غزنی) ونومولې. له دوکارنا نه وروسته بیا د حضرت عیسی له زوکړې مخکې تر سلم کال پورې د دغو الماسو برخلیک نالوم دی. ویل کېږی د مخزوکړې سلمو کلونو په شاوخوا کې «کوه نور» چې تر دې دمه یې لا نوم مانا او نوم ریښه نه ده جوته، د راجپوتانا د نومیالی راجا – اوبه ئین په واک کې وو. له څو پېړیو تری تم کېدنې وروسته «کوه نور» یو ځل بیا، او دا ځل په اتمه سپوږمیزه پېړۍ کې د هند په شمال لوېدیځ کې د (مالوه) د سیمې د یوه راجا – بکرما جیت په پلاز کې راځلېږی.

د ښاغلی عزیزالدین وکیلی پوپلزی په وینا، دغه الماس پر ۷۰۹ سپوږمیز کال د مالوه له کورنۍ نه د علاالدین خلجی لاس ته چې د جلاالدین فیروزشاه وراره او زوم و، ورغی او ډیلی ته یووړل شو. (۲) له هغې وروسته د سلطان ابراهیم لودی تر واکمنۍ دغه الماس د لودی کورنۍ د خزانې نازولی ټوک (جز) ګڼل کېده. د یوه افسانوی روایت له مخې کله چې بابر پر ۹۳۲ سپوږمیز کال سلطان ابراهیم لودی ته ماتې ورکړه او هغه یې وواژه، نو د لودی مور د «کوه نور» الماس د بابر دربار ته ورولېږل. په مغلی دربار کې د بابر له زوی همایونه رانیولې بیا تر جلال الدین اکبر، لومړی شاه عالم، اورنګ زیب، لومړی عالمګیر او محمدشاه پورې «کوه نور» خپل خاوند وار په وار بدلوی او خپل برخلیک د سیاسی واکمنو پرېکړې ته ورسپاری.

ویل کېږی چې پر محمدشاه دغه الماس ډېر ګران و او هغه به یې هر چېرې له ځانه سره ووړ. کله چې نادر افشار پر ۱۱۵۲ سپوږمیز کال پر لاهور او ور پسې پر ډیلی برید وکړ، نو محمدشاه له دې وېرې چې «کوه نور» د نادر لاس ته ور نه شی، هغه یې پخپلې پګړۍ کې پټ ګرځاوه، خو د محمد شاه یوې تورکۍ وینځې چې له دغه پټ رازه خبره وه، د نادر افشار د کسانو له خوا د حرمسرای د پلټنې پر مهال دغه راز میرزا محمد مهدی ته چې د نادر افشار د دربار سرمنشی و او نادر به (ذکی خان) باله، رسوا کړ.

له هغې وروسته چې نادر لاهور او ډیلی ایل کړل او محمدشاه ته یې د روغې جوړې لاس ور اوږد کړ، نو یوه ورځ یې محمدشاه خپل دربار ته وروباله. د غونډې او خبرو اترو په ترڅ کې میرزا محمد مهدی (ذکی خان) له نادر افشاره هیله وکړه چې د دواړو مشرانو ترمنځ د باور او دوستۍ د مزو د لا ټینګېدو او د یو بل په وړاندې د ښه نیت د نښې په توګه دې نادر خپله له ګرانبیه غمیو ډکه خولۍ محمدشاه ته ورکړی او د محمدشاه لونګۍ دې دی په سر کړی. هغه له دغو غوړو او پستو خبرو وروسته په ډېرې زړورتیا سره د دواړو پاچاهانو له سرونو نه خولۍ لرې کړې او له بدلولو وروسته یې هغه بېرته د نوموړو په سرونو کېښودې. نادر سره له دې چې په پټه له غوسې نه خوټېده، خو له هنده ترلاسه کړې خزانې او جواهرو ته په پام سره یې په ښکاره څه غبرګون و نه ښود.

کله چې خبرې اترې پای ته ورسېدې او محمدشاه رخصت شو، نو نادر، ذکی خان ته سختې سپکې سپورې وکړې او زیاته یې کړه چې ولې دې زما له غمیو او ګرانبیه جواهرو ډکه خولۍ د محمدشاه له ساده پاده پګړۍ سره بدله کړه؟ ذکی خان په ډېرې کمینۍ سره له خپل سلطان، نادر افشاره هیله وکړه چې په ډېرې مهربانۍ سره پګړۍ پرانېزئ و وګورئ چې په هغې کې څه شی پټ دی. کله چې نادر د محمدشاه پګړۍ پرانیسته، نو د هغې په ول کې یې د «کوه نور» الماس وموند. د الماس په لیدو سره نادر ډېر خوشاله شو او ذکی خان ته یې مخ ورواړاوه: زه ستا چلند هک پک کړم چې میرزا مهدی څنګه کولی شی داسې یو بې مانا کار وکړی. په دې توګه د «کوه نور» څو زره کلن یون دا ځل د څو کلونو لپاره د نادر افشار په دربار کې تم شو.

نادر افشار د ۱۱۶۰ سپوږمیز کال د دویمې خور (جمادی الثانی) پر یوولسمه د یکشنبې په شپه قوچان ته څېرمه د فتح اباد په سیمه کې د څلورو یاغیانو له خوا ووژل شو. د پېښې خبر ډېر ژر احمدخان (احمدشاه ابدالی) ته چې د نادر افشار د دارالسلطنت د یوه ساتندویه ټولګی مشر و، ورسول شو. احمدخان د څلور زره کندهاری سرتېرو او یو شمېر اوزبکو او تورکمنو سپرو په ملتیا په چټکۍ سره ځان د نادر حرامسرای ته ورساوه، تر سهاره د افشارو او قزلباشو یاغیانو پرخلاف وجنګېد او د نادر کورنۍ او خزانه یې د یاغیانو له لوټ او تالانه وژغورله.

له دې پېښې یوه ورځ وروسته د نادر افشار کونډې ملکې د احمدخان ابدالی له مېړانې او سرښندنې نه د مننې په توګه دوه الماسه چې «کوه نور» او «دریای نور» نومېدل هغه ته ډالۍ کړل. ابدالی احمد شاه دغه الماس چې د پاچاهۍ د واک او برم نښه ګڼل کېده د خپل ژوند تر پایه د ځانګړو غمیو او جواهرو په خزانه کې ساتل.

د احمدخان ملګرو او ابدالی سردارانو «کوه نور» الماس د «دُر دُران»، یانې «د مرغلرو مرغلره» په نامه یادول او څرنګه چې هغو اوس په اعلیحضرت احمدشاه پورې اړه درلوده، نو د در دران لقب یې په خپله ابدالی احمدخان ته ورکړ. وروسته بیا پر ۱۱۷۵ سپوږمیز کال د «دُر دُران» لقب په سلطنتی مهر کې هم وکېندل شو.

د اعلیحضرت احمدشاه له مړینې وروسته درانی تیمورشاه خپله ټوله خزانه له خپل کشر ورور سلیمان نه ترلاسه کړه. ویل کېږی چې تیمورشاه به کوه نور الماس پر ښی مټ او فخراج بی نظیر به یې پر کیڼ مټ تاړه او پر نورو جواهرو او ګرانبیه غمیو یې خپل پاچاهی خول او پګړۍ ښکلې کړې وه. (۳)

د تیمورشاه له مړینې وروسته د کوه نور الماسو ځواک او ښکلا بښوونکی وار د هغه زوی اعلیحضرت زمانشاه ته ورسېد چې د ۱۲۱۶ سپوږمیز کال د صفرې تر میاشتې په ننګرهار کې د ملا عاشق الله شینواری تر کوره ورسره ملګری و. زمانشاه چې په پېښور کې خپل ورور شاه شجاع ته د ورتګ په لار کې په شینوارو کې د عاشق الله په کور کې کلابند شو، نو د تربور لاس ته د نه ورتلو په نیت یې دغه الماس له ځینو نورو جواهرو سره یوځای د نوموړی ملا د کور د دیوال په یوه سوری کې پټ کړل. په دې توګه «کوه نور» د درانی شاه محمود د لومړی ځل واکمنۍ څه ناڅه څوارلس میاشتې بې خاونده تېرې کړې.

د ۱۲۱۸ سپوږمیز کال په ربیع الثانی کې شاه محمود له واکه راوپرځول او پرځای یې د زمانشاه ورور شاه شجاع واکمنی ترلاسه کړه. شاه شجاع بې له ځنډه خپل کسان شینوارو ته واستول چې د زمانشاه له نښو نښانو سره سم د کوه نور الماس د ملا عاشق الله له کوره راوړی. په دې ډول کوه نور الماس اوس د بیخی نوی خاوند لاس ته ورغی. شاه شجاع چې به د خپلې لومړۍ پلا واکمنۍ پر مهال هر چېرې سفر کاوه، نو دغه الماس به یې له ځانه سره وړه.

د شاه شجاع لاس ته د «کوه نور» تر ورسېدو پورې هیڅ پاچا هم د هغه بڼې او ډول ته بدلون نه و ورکړی. خو شاه شجاع دغه الماس چې وزن یې ۷۹۳ قیراطه یاد شوی، د یوه ایټالوی جواهر جوړوونکی هورتېنزیو بورجیو په لاس وتوږل. خو د ایټالوی جواهر جوړوونکی کار د شاه شجاع خوښ نه شو او د دې پرځای چې هغه ته حق الزحمه ورکړی، برعکس نوموړی یې زر روپۍ جریمه کړ. (۴)

خو د درانی شاه محمود په کوه نور او نورو الماسو کې برخه نه وه او له دویم ځل واکمنېدو مخکې لا ترې شاه شجاع هغه کشمیر او لاهور ته وتښتول. رنجیت سنګ چې پر ۱۲۱۲ سپوږمیز کال د شاه شجاع د ورور شاه زمان له خوا د پنجاب د والی په توګه ګومارل شوی و او څو کلونه یې دغه دنده د افغان دولت د والی په توګه سرته رسوله، په کابل کې د درانی واکمنو له تربګنۍ نه په ګټې اخیستنې سره یې دغه مهال پنجاب تر خپلې ولکې لاندې راوستی و. رنجیت سنګ لاهور ته د شاه شجاع په ورتلو سره د نوموړی تود هرکلی وکړ، خو په زړه کې یې پتیېلې وه چې «کوه نور» به څنګه ترې تر ګوتو کوی.

رنجیت سنګ په ډېرې ځیرکۍ سره شاه شجاع او د هغه مېرمن وفا بیګم ته چې د زمانشاه د لومړی وزیر وفادار خان سدوزی لور وه، په جلا جلا حرمسرایونو کې ځای ورکړ. سیک مشر په پیل کې هڅه وکړه چې د «کوه نور» الماسو د ارزښت د مالومولو په پلمه ځان د هغو له شته والی نه ډاډه کړی. او کله چې پر دې پوه شو چې الماس له ملکې وفابیګم سره دی، نو د هغو د ترلاسه کولو په موخه یې پر شاه شجاع فشارونه زیات کړل.

رنجیت سنګ له څو پرله پسې هڅو وروسته پر دې پوه شو چې په اسانۍ سره نه شی کولی د «کوه نور» خاوند شی. هماغه وو، چې فقیر عزیزالدین (رضا) یې چې د زمانشاه له خوا د هغه د واکمنۍ پرمهال د پنجاب د قاضی القضاه په توګه ګومارل شوی و له ګربخش سنګ او خوشال سنګ سره یوځای شاه شجاع ته ورولېږل. خو شاه شجاع د دغو منځګړو او «واسطې» مخ ته هم و نه کتل او هغوی یې تش لاس بېرته ولېږل. په پای کې رنجیت سنګ اړ شو چې په خپله، شاه شجاع ته ورشی او د الماسو غوښتنه ترې وکړی. کله چې یې د افغان راپرځول شوی امیر له خولې د «نه» ځواب واورېد، نو رنجیت سنګ د هغه کوچنی زوی شهزاده محمد تیمور ته امر وکړ چې یوه درنه نورپیا (زینه) په سره ګرمۍ کې څو ځلې بام ته پورته او بېرته راښکته کړی.

ښاغلی عزیزالدین پوپلزی لیکی چې په دې ترڅ کې د هند برېتانوی واکمن لارد اکلند هم رنجیت سنګ ته نقل ورکړ چې شاه شجاع ته ووایی چې انګرېزان چمتو دی، هغه له دغې تنګلاسۍ نه وژغوری او بېرته یې په کابل کې پر پلاز کېنوی. خو شرط یې دا دی چې شاه شجاع ورته «کوه نور»

وسپاری.(۵) رنجیت سنګ، شاه شجاع ته د دغه پیغام له رسولو سره پر یوه وخت، خپل استازی مکهم چند، ملکې وفابیګم ته ورولېږه او له هغې یې وغوښتل چې د شاه شجاع له امر سره سم کوه نور الماس ده ته وسپاری. هماغه وو چې وفابیګم هم د خپل مېړه خبرې ته د درناوی له مخې هغه الماس نوموړی ته وسپاره او په دې توګه «رڼا غر» یا کوه نور الماس یو ځل بیا د یوه نوی خاوند په چوپړ کې شو.

کله چې برېتانویانو پر ۱۲۶۳ سپوږمیز کال په پنجاب کې د سیکانو واکمنی پای ته ورسوله، نو د ډېرو نورو ګرابیه توکو او خزانې تر څنکه یې «کوه نور» الماس هم ترلاسه کړ. د هند برېتانوی واکمن د دوو انګلیسی افسرانو په لاس دغه الماس د ۱۲۶۴ سپوږمیز کال د رجب پر ۲۲ په لندن کې ملکې ویکتوریا ته ډالۍ کړ.

په دې توګه «کوه نور» الماسو د اسطورو او افسانو د مزل له وهلو او د هند، پارس، افغان او پنجاب واکمنو د خوږو ترخو له ګاللو وروسته پخپل کوډګر برخلیک سره ځان د برېتانیا د ملکې تر پلاز او خول پورې ورساوه. خو د «دریای نور» او «فخراج بی نظیر» برخلیک تر اوسه لا هم تر ایرو لاندې دی.
اخځلیک:

۱ ـ فوفلزائی، عزیزالدین وکیلی: بمناسبت دوصدوبیست و هفتمین سال ولادت اعلیحضرت تیمورشاه درانی، پسر اول و ولیعهد اعلیحضرت احمدشاه دُرانی….. نشر کرده تاریخ ټولنه (انجمن تاریخ)، ۱۳۴۶ کال، جلد دوم، طبع دوم،صفحه ۵۳۴
۲ ـ پورتنی اخځ، ۵۳۴ مخ
۳ ـ پورتنی اخځ، ۵۳۷ مخ
۴ ـ پورتنی اخځ، ۵۵۳۸ مخ
۵ ـ پورتنی اخځ، ۵۳۹ ـ ۵۴۰ مخونه

څېړنه او ژباړه: محب سپین غر

ممکن است شما دوست داشته باشید