روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کونړ سیند

سلطان محمود سالمزی

د کونړ یا راسا سیند چې په اویستایې ژبه کې د راساسیند په نامه یادېږی د بروغل له تنګی سر چینه اخلی. له بېلابېلو ځایونو د تېرېدو پرمهال په بېلابېلو نومونو یادېږی. د کاشغرله سیمې څخه تېرېږی چې هلته ورته خلک د کاشغر یاقاشقار سیند وایی او د ارنوۍ له سیمې څخه کونړ ته داخلېږی،  نو هلته د ارندو یا ارنوۍ د سیند په نامه یادېږی. د کونړ ولایت له بریکوټ څخه له تېرېدو وروسته ورسره یو شمېر نورخوړګی او سیندونه هم ملګری کېږی. لکه د اسمار خوړ، د دانګام خوړ، د شیګل سیند او د پېچ سیند چې د پېچ سیند ته یې لنډی یا وړو کی سیند او بل یې چې له دارنوۍ څخه د اسعد آباد په لور بهېږی لوی سیند وایی. د کونړ ولایت په مرکز کې سره یوځای کېږی او د کونړ سیند په نامه یادېږی. د غه سرشار او طغیانی سیند چې تراوسه ترې هېڅ ګټه نه ده اخیستل شوې،  ددوبی په موسم کې دواورو په ویلې کېدو سره یې او به زیاتېږی او دکونړ او ننګرهار په ولایتونو کې زیاتې کرنیزې ځمکې تخریبوی او یو زیات شمېر هیوادوال مود ذکرشوی سیند د څپو ښکارکېږی. له کونړ ولایت څخه تېرېږی او په ننګرهار ولایت کې ورسره د کابل،  لغمان او پنجشېر سیندونه یوځای کېږی او په پښتونخوا کې له سند سیند سره یوځای کېږی.

په پاکستان کې دورسک ې د بریښنا لوی بند هم پردغه سیند جوړ شوی او ترکراچۍ پورې ترې د برېښنا په برخه کې ګټه اخیستل کېږی. موږ د افغانستان د اسلامی امارت پر چارواکو او خاصتاً داوبو او برېښنا وزارت پر مسئولینوغږ کوو چې نوردې لاس تر زنې نه کېنی او پر دغه سیند دې د برېښنا بند دجوړولو چارې پیل کړی او د شهید سردار محمد داوود خان هغه اقتصادی پلان دې عملی کړی چې د سورطاق سیمه په کې د برېښنا بند د جوړولو لپاره په نښه شوې وه. د سروې له مخې سورطاق داسې سیمه ده چې نه په کې زراعتی ځمکې شته اونه کلی اوکورونه، که پردغه سیند دبرېښنا بند ورغول شی،  ټول هیواد ته یې د برېښنا له ورکولو ظرفیت لوړښودل شوی او حتی موږ کولای شو پر نورو هیواد ونو هم خپله برېښنا و پلورو. له مسئولو چارواکو څخه دولسونو په استازولۍ غوښتنه کوم چې دغه د برېښنا بند دافغانستان په اقتصادی پیاوړتیا کې مهم رول لری، ځکه موږ کولی شو د برېښنا پر دغه بند په لسګونو فابریکې فعالې کړو چې په دې ډول به زموږ په زرګونو هیوادوالوته د کار زمینه برابره شی او دهیواد په کچه به مو برېښنایی ستونزوته د پای ټکی کېښودل شی.

حسن لرې خوچې دې ښکل نه کړمه

تا له پردیونه راخپل نه کړمه

یو بل آباد دې خدای لمبه لمبه کړی

زه چې روښانه پرې کابل نه کړمه

لیلا ترهغې به آرام ونه کړم !

ترڅو یې ستا د پېکی ګل نه کړمه

ترهغې پورې به تیاره کې اوسو

چې له ګفتار سره عمل نه کړمه

د کونړ سینده نور دې نه ستایمه

چې تا د ژوند رنګین غزل نه کړمه

 

سلطان محمود (( سالمزی))

تودمې تودمخی سره مې سرووینو کې رنګ وشړل

په متین عزم سپینه توده مې په جنګ وشړل

ما استکبار جهانی ته امتحان ورکړی

څه په تورخم څه مې په تړو د سالنګ وشړل

که په میوند کې شهید نشوې د ملالې احساس

تورزنو پېغلومې پوځونه د فرنګ وشړل

اوس مې دا خپله لیلا بیاسینګاروم پخپله

دبل بړدیڅی مې په یو عږ یوغورځنګ وشړل

تاریخ شاهد دی التزام پرې هر دښمن کړی دی

استعمارګرمې (( سالمزیه )) رنګارنګ وشړل

ممکن است شما دوست داشته باشید