روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کورونا له امله د مړینو شمېر به راتلونکو اوونیو کې لوړ شی

د ایران روغتیایی چارواکی په یوه ورځ کې د کورونا له امله د زیات شمېر کسانو له مړه کېدو سره سم خبرداری ورکوی چې د کووېډ -۱۹ له امله د مړینو شمېر به راتلونکو اوونیو کې ډېر لوړ شی.د دې هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې ، په ۲۴ ساعتونو کې ۴۹۶ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوی ،چې دا په وروستیو ورځو کې د مړینو لوړ شمېر دی.په دې سره په ایران کې د کورونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر له اویا زرو واوښت. ایران دغه راز په دې موده کې پر کورونا له ۲۱ زره زیاتو کسانو د اخته کېدو خبر هم ورکړی، چې په دې سره دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له دوه میلیونه او څلور لکه کسانو واوښت.د ایران ایرنا دولتی خبری اژانس په هغه هېواد د روغتیا د مرستیال وزیر ایرج حریرچی له قوله خبر ورکړی، چې وېیلی یې دی راتلونکو دوو اوونیو کې به د مړینو شمېر زیات شی.ایرانی چارواکی وایی: د ویروس هغې بڼې ،چې هند یې ډېر ځپلی، دې هېواد کې هم سرایت کړی دی.


ممکن است شما دوست داشته باشید