روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ژورو څاګانو د سرونو پټولو امر وکړ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په هېواد کې د ژورو څاګانو د سرونو پر پټولو جدی ټینګار کړی دی. سراج الدین حقانی وړمه ورځ په ولایتونو کې اړوندو امنیتی او سیمه‌ییزو مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې په ټول هېواد کې د ژورو څاګانو درلودونکی د څاګانو د سررونو پټولو ته اړ کړی.د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د سراج الدین حقانی په حواله  ویلی، چې که کوم هېوادوال د ژورې څا د پټولو وس نه لری، د یو پلاوی له څېړنو وروسته دې ورسره مرسته وشی.د کورنیو چارو وزارت سرپرست داسې مهال د ژورو څاګانو د سرونو پټولو امر کوی، چې په دې وروستیو کې د هېواد په جنوبی او نورو ولایتونو کې ژورو څاګانو ته د ماشومانو د لوېدو پېښې ډېرې شوې، چې په ډېرو پېښو کې ماشومان مړه شوی دی.نه یوازې ماشومان، بلکې لا وړمه ورځ په هلمند کې یوه ښځه هم ژورې څاه ته لوېدلې وه او له راایستلو وروسته لاهم په روغتون کې بستر ده.دکورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوی، که له دې وروسته د کوم هېوادوال د څا سر پټ نه و، عدلی او قضایی ادارو ته به ور وپېژندل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید