روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کورنیو چارو وزارت:  په راتلونکو ورځو کې به د پولیسو نوی یونیفورم بشپړ پلی شی

د اسلامی امارت چارواکو د جوزا په ۱۸مه، د پولیسو نوی یونیفورم خلکو ته وښود او زیاته یې کړه چې د دوو اوونیو په ترڅ کې به لسګونه زره تنو ته په کابل او کندهار ولایتونو کې ووېشل شی،خو اوس لیدل کېږی چې په کابل کې د اسلامی امارت له لوری ګومارل شوی امنیتی مؤظفین لاهم په چک پاینټونو کې په شخصی جامو کې راڅرګندېږی.کابل ښاریان په ځنډ سره پولیسو ته د یونیفورم د وېش له بهیره اندېښنه لری او له حکومته غواړی چې دا بهیر چټک کړی.د کابل ښار اوسېدونکې عادله وایی، چې د کابل ښار په ځینو سیمو کې پولیس پوځی یونیفورم لری، خو زیاتره یې په شخصی جامو کې دنده اجرا کوی. (( نظامی یونیفورم کولی شی چې د پوځیانو هویت مشخص کړی او د پولیسو او ملکی خلکو تر منځ دوه اړخیز اعتبار رامنځته کړی؛ خو له اسلامی امارته غواړو چې ټولو پولیسو ته ځانګړی یونیفورم ووېشی. )) د پوځی چارو کارپوه طاهر یرغل هم پولیسو ته د ځانګړی یونیفورم په وېش ټینګار کوی. هغه وایی، چې دا مسئله د عامو وسله‌والو کسانو او تعلیم لرونکو نظامیانو ترمنځ تفکیک رامنځ ته کوی. ((په ټولنه کې یونیفورم د یو نظامی د تعلیم او پوهې نماینده ګی کوی، خو د اسلامی امارت له دې پرېکړې هرکلی کوو؛ خو تر اوسه په بشپړ توګه نه ده وېشل شوې .)) د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب بیا وایی، چې پوځیانو ته د یونیفورم وېش دوام لری او په راتلونکو څو ورځو کې به بشپړ شی.حبیب وایی، چې تراوسه پنځه زره جوړه یونیفورمه د کابل امنیه قوماندانۍ او پنځه زره جوړه یونیفورم د کندهار امنیه قومندانۍ ته ورکړل شوی دی. (( د یونیفورم وېش ادامه لری او هر حوزه خپل ځانګړی نظم او ډسپلین لری هغوی له وېش وروسته د یو څو ورځو لپاره تمرین کوی. موږ  یونیفورم قوماندانۍ ته سپارو او هغوی یې بیا په حوزو وېشی. ))

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پولیسو نوی یونیفورم خلکو ته وپېژانده او ژمنه یې وکړه چې په دوو اوونیو کې پولیسو ته ووېشل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید