روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: د نشه یی توکو کرکیله او قاچاق صفر شوی

د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړب، چې ګڼې په افغانستان کې د کوکنارو کر ۳۲ سلنه زیات شوی دی.د کورنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلی، په هېواد کې د نشه یی توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلی او چا ته به اجازه ورنه کړل شی، چې د نشه یی توکو کارو بار وکړی.د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې معینیت تازه په کابل کې د نشه‎ یی توکو د زیانونو په هکله د خبرتیا په غونډه کې څرګنده کړه، چې په بېلابېلو عملیاتو کې څه باندې دوه زره ستر او کوچنی تورن کسان نیول شوی دی.له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل وروستی راپور کې ویلی و، افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلب او پر ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید