د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اسلامی امارت دکورنیو چارو له وزارت څخه د ځانګړو ځواکونو ۲۰۰ کسیز ځواک له دری میاشتنیو بدنی، فکری او عقیدوی روزنې وروسته فارغ او په دندو وګمارل شول. د کورنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه ځانګړی ځواک په لیزری وسلو او نایټ وېژن لروینونو سنبال دی او په هر ډول حالاتو کې د دښمن پر وړاندې د مبارزې توان لری. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاد ځانګړی ځواک د هر ډول موسمی حالاتو، ښاری، دښتی او غریزې اراضی سره آشنا او له قوی تمریناتو تېر شوی دی. باید وویل شی، چې په هیواد د اسلامی امارت له واکمنېدو وروسته د نورو چارو ترڅنګ د افغانستان نظامی ځواک د روزنې لپاره هم هڅې ګړندۍ شوې او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نظامی ځواک د روزنې او پیاوړتیا چارې روانې دی. تېره اوونۍ د دفاع وزارت ویلی وو،چې په نږدې راتلونکې کې به سل زره کسیزه اردو وروزی او د هیواد د دفاع لپاره به یې خدمت ته وړاندې کړی.