روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کورنیو چارو سرپرست وزیر له دېبورا لاینز سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړې

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د ملګرو ملتونو د سیاسی استازولۍ یا یوناما له مشرې دیبورا لاینز سره لیدلی دی.یوناما په ټوېټر پاڼه لیکلی، چې د ښاغلی حقانی او مېرمن لاینز لیدنه د غبرګولیپه  ۲۱ تمه شوې.سرچینې زیاته کړې، چې دغېلیدنه کې ددواړو لورو خبرې له نشه یی توکو سره پر مبارزې او دغه راز د بشردوستانه عملیاتو برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا راڅرخېدې.یوناما ویلی: دوی پر دې سربېره په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ د خپرې شوې څپی مخنیوی پر لارو چارو هم غږېدلی دی.د یادونې وړده، چې دا له حقانی سره د مېرمن لاینز د مخه ښې لیدنه وه.د مېرمن لاینز دنده په افغانستان کې پای ته رسېدلې او له دې وروسته به یې پر ځای بل څوک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشری پر غاړه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید