د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی ویلی: القاعده په افغانستان کې پوځی ځواک نه لری او دغه شبکه اوس نړیوال امنیت ته ګواښ نه دی. نوموړی هندۍ شبکې ته په افغانستان کې د القاعد حضور رد کړی. حقانی ویلی: د القاعدې هېڅ غړی په افغانستان کې پوځی حضور نه لری او دغه شبکه له افغانستان څخه د سیمې هېوادونه نشی ګواښلی. ده په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامی امارت له داعش سره په جګړه کې دی او په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو ولاړ هم دی. سراج الدین حقانی ویلی اسلامی امارت له نړۍ او اسلامی هېوادونو سره د داعش په اړه پر کړیو ژمنو ولاړ دی او د دې ډلې پر ضد یې ګامونه پورته کړی دی.