د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی وایی: په پام کې لری،چې د سویل ختیځ زون درېو ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د بدیو او تاوتریخوالی د نورو قضیو د مخنیوی په موخه د ولایتی چارواکو پر مشرۍ کمېټې جوړې کړی.حقانی دغه څرګندونې د غویی پر ۱۸ مه د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په سرخېلو سیمه کې د پخوانۍ شخړې د حل لپاره راغوښتلې جرګې ته وکړې.حقانی په دغې جرګه کې ژمنه وکړه،چې د پکتیا، پکتیکا او خوست لپاره به ژر یو ټیم جوړ کړی،چې قومی شخړې حل کړی.