د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دکندوز والی عبدالجبار نعیمی وایی: دغه پروژه داوبو او برېښنا وزارت د پرمختیایی بودجې څخه دڅه ناڅه پنځو میلیونو او اته سوه زرو افغانیو په لګښت په کندوز ښار کې په راتلونکې یوې میاشتې کې بشپړېږی . نعیمی زیاته کړه ،چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره د کندوز د ښار په دننه کې به دبرېښنا دکمښت له پلوه ستونزې لرې شی او څه ناڅه درې زره کورنۍ دکندوز ښار د مولوی سراج الدین کوڅی او دکندوز ښار دخان آباد بندرله دایمی برېښنا څخه ګټه واخلی .دکندوز والی د دې پروژې د پرانیستلو په غونډه کې له خلکو او امنیتی منسوبینو وغوښتل، چې دبرېښنا ریاست له فنی کارکوونکوسره همکاری وکړی د دې پروژې په کارکې د مزی غځول ، دترانسفارمر درول او نوی ستنې شاملې دی . باختر