روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کندهار د ۳۵۰ بستریز روغتون او د لمریزې برېښنا د تولید د سترې پروژې پرانیستل

د افغانستان جمهور رییس محمداشرف غنی دهېواد بېلابېلو ولایتونو ته دکاری سفرونو پرمهال داقتصادی، روغتیایی اونورو اوږدمهالو او بنسټیزو پروژو د پرانیستلو په لړ کې کندهار ته هم په خپل کارى سفر کې دکندهار د دامان په ولسوالۍ کې د لمریزې برېښنا د تولید ستره فابریکه او دکندهار دعینو مینې په ښارګوټې کې (۳۵۰) بستریز روغتون پرانیست چې د برېښنا او روغتیا له پلوه به ددغه ولایت خلک له پوره آسانتیاوو څخه برخمن کړی او د برېښنا او روغتیا له پلوه به د هغوى د ستونزو دله منځه وړلو په برخه کې رغنده او ټاکونکى رول ولوبوی. لکه چې د افغانستان جمهور رییس په کندهار کې دیادو مهمو پروژو دپرانیستلو پرمهال دیادو پروژو اهمیت ته ګوته ونیوله او ویې ویل چې دافغانستان دحکومت دا مسئولیت او مکلفیت دى چې له خپلو جګړه ځپلو هېوادوالو سره دخپلو ژمنو له مخې دخلکو دیوې سترې غوښتنې په توګه د تلپاتې سولې دټینګښت لپاره دهلوځلو ترڅنګ دخپلو خلکو دهوساینې او بسیاینې لپاره دهېواد په ټولو ولایتونو، ښارونو، ولسوالیو اوبانډوکې ددغه ډول اقتصادی ،روغتیایی اونورو پروژو جوړولو ته زمینه برابره کړی، دخپلو هېواد والو ګټې اخیستنې ته یې وسپارى اوپرمټ یې له یوې خوا دخپلو خلکو اقتصادی ستونزې اوارې کړی او دفقر او بېکارۍ په څېر د بدمرغیو له ګاللویې خوندی کړی اوله بلې خوایې روغتیا تامین شی.که چېرې دافغانستان دوخت حکومتونو په تېرو اتلسو کلونوکې په هېواد کې داقتصادی، روغتیایی  او داسې نورو اوږدمهالو او بنسټیزو پروژو دجوړولو لپاره په کلکه خپله ملاتړیې واى او په هېواد کې ددغه ډول پروژو دجوړولو لپاره یې له افغانستان سره دنړۍ د مرستندویو هېوادونو له میلیاردونو امریکایی ډالرو څخه اعظمی ګټه اخیستل شوې واى ، نو به دافغانستان دغه وروسته پاتې ساتل شوى، جګړه ځپلى او کنډواله شوى هېواد ګل او ګلزار واى خلک به یې دفقر اوبېکارۍ په څېر له بدمرغیو خوندى واى دکارموندنې لپاره به یې بهرته دکډوالۍ زیاتې ستونزې نه ګاللاى اونه به یې د درملنې لپاره بهر ته دسفرونو زیات کړاوونه لیدلای. دکډوالو د نړیوالې ادارې دخپرو شویو رپوټونو پربنسټ په منځنۍ توګه هرکال له دوه سوه زرو څخه زیات لوستی او نالوستې بېکاره ځوانان او نور بې وزلی، محتاج ، احتیاج او نادار خلک په هېواد کې دفقر او بېکارۍ دبدمرغیو له امله دکارموندنې لپاره، بهرته د کډوالۍ سفرونه ګالی، یا غلاګانو، انسان تښتونو، شوکماریو، داړو اچولو او دنېشه یې توکو قاچاق ته مخه کوی ، یا دیوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره دترهګرو له لیکو سره یوځاى کېږی او یاد سیمې اونړۍ د مغرضو استخباراتی شبکو په لوموکې نښلى ، روزل کېږی او وسله وال کېږی او دفجیعو او شنیعو عملونو د سرته رسولو لپاره دافغانستان په څېر دسیمې او نړۍ هېوادونو ته صادریږی او همدارنګه دهېواد ناروغان هم په هېواد کې دبې کیفیته او تاریخ تېرو درملو دکارولو دخطر له ویرې او دغه راز د پرمختللو او مجهزو روغتونو او وړ طبى ډاکترانو دنه شتون د ستونزو له امله دې ته اړ کېږی چې ددرملنې لپاره بهر ته دسفرونو کړاوونه وګالی چې دنړۍ درسنیو دخپرو شویو رپوټونو پربنسټ هرکال په میلیونو امریکایی ډالره له هېواده وځی او دپاکستان اوایران په څېر دسیمې اونړۍ دنورو هېوادونو په جېبونو کې غورځېږی چې دمخنیوی لپاره یې باید پرکوټلواو بېړنیو اقداماتو لاس پورې شی او پرمټ یې په کندهار کې دعینو مینې دښارګوټې د (۳۵۰)بستریز روغتون او د دامان  ولسوالۍ دلمرېزې برېښنا دتولید د فابریکې په څېر د اوږدمهالو او بنسټیزو اقتصادی، روغتیایی او داسې نورو پروژو دجوړولو او په کار اچولو لپاره زمینه برابره شی اوله دې لارې دې له یوې خوا دهېواد دلوستو اونالوستو ځوانانو اونورو بې وزلو اومحتاجو هېوادوالو دفقر اوبېکارۍ ستونزوته  دپاى ټکى کېښودل شی او له بلې خوا دې په هېواد کې دمجهزو او پرمختللو روغتونونو، کیفیت لرونکو درملو او وړ طبی ډاکترانو دنه شتون له امله دهېواد دناروغانو ستونزې اوارې شی. هیله ده چې افغان حکومت په کندهار کې دلمریزې برېښنا دتولید دفابریکې او دعینو ښارګوټی د (۳۵۰) بستریز روغتون په څېر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ددغه ډول نورو اقتصادی او روغتیایی پروژو جوړولو ته هم زمینه برابره کړى اوله دې لارې دې خپلو خلکو ته درښتینو او سترو خدمتونو د سرته رسولو جوګه شی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید