روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کندهار د جمهوریت له څلور لارې تر هوایی ډګره واټ د شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی په نامه ونومول شو

د کندهار ښار د جمهوریت له څلور لارې څخه تر هوایی ډګره پورې دغه لوى واټ د شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی په نامه ونومول شو .د دوشنبې په ورځ د کندهار ښار د جمهوریت له څلور لارې څخه تر هوایی ډګره پورې دغه لوى واټ په داسې حال کې د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نامه ونومول شو ،چې پرمهال یې دکندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب، د ولایتی شورا غړو، امنیتی ځواکونو، قومی او ولسی مشرانو او د یو شمېر دولتی ادارو مسوولینو او استازو ګډون کړی و . دکندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب وویل : شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی پر وطن او خلکو مین شخص وو او تل یې کوښښ کاوه، چې د ولس ستونزې په خورا مېړانه حل کړی. ده زیاته کړه : د شهید جنرال عبدالرازق د نامه د نېک ساتلو په موخه د جمهوریت څلور له لارې څخه تر هوایی ډګره پورې دغه نو واټ رسماً د ده په نامه ونومول شو .ښاغلی منیب وویل : شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی د ټول هېواد ویاړ و او داسې کار نامې یې لرلې چې ټول هېوادوال ورته حیران وو، ده زیاته کړه :  ولایتی اداره هڅه کوی ،چې د شهید د نامه د ژوندی ساتلو په موخه یو شمېر نورې سیمې هم د ده په نامه ونوموی ،چې د شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی نوم ژوندی او یاد یې تلپاتې وی .

ممکن است شما دوست داشته باشید