روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کندهار د انارو حاصلات ۱۵۰ زره ټنو ته رسېدلی

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر کال په پرتله ددې ولایت د انارو بڼونو حاصلات د کمیت له پلوه ډېر او د کیفیت له پلوه ښه شوی دی. د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدحفیظ‌الله سیدی وایی، چې سږ ددې ولایت د انارو له بڼونو څځه ۱۵۰ زره ټنه انار راټول شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د کندهار د انارو بڼونو حاصلات ۱۲۵ زره مټریک ټنه وه، چې په دې سره سږ کال د کندهار د انارو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۵ زره ټنه زیاته شوې ده. د هغه په خبره تر دې دمه د کندهار د انارو له بڼونو څخه ۲۶ زره او ۵۶۴ ټنه له هېواده بهر ته صادر شوی دی. د کندهار د خوږ انار پېرېدونکی پاکستان، متحده عربی امارات او هندوستان دی. د ۲۶ زره او ۵۶۴ مټریک ټنه صادر شوی انارو له ډلې ۵۰ ټنه یې دوبۍ، ۳۰ ټنه یې هندوستان او پاتې نور یې پاکستان ته صادر شوی دی.

په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د کندهار د خلکو په هلو ځلو ددې ولایت په څه باندې اته زره هکټاره مځکه کې د انارو بڼونه جوړ شوی. د ارغستان او ارغنداب ولسوالۍ د کندهار تر ټولو ډېر انار تولیدوی.

د کندهار د کرنې رییس په خبره د کندهار په کورنیو بازارونوکې یو من انار په ۳۰۰ افغانیو پلورل کېږی. د مګړۍ په دې ولایت کې څه باندې ۱۰ زره بڼوال د انارو د بڼونو په پالنه او کار و بار بوخت دی.
د روان کال په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کندهار کې د انارو د بڼونو د ترویج په پار پر څه باندې دوه زره او ۵۰۰ جریبه مځکه کې د انارو بڼونه جوړ کړی دی.د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نور هغه کړنې دی، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوې.
په کندهار کې بېلابېلې مېوې شتون لری. د کندهار انار نړیوال شهرت لری. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې سبب شوې، چې کندهار په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید