روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کندهار دسوداګرۍ خونه: د انګورو او ممیزو تولید ۱۵ سلنه زیات شوی

په کندهار کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وایی: سږ کال  په دغه ولایت کې د ممیزو او تازه  انګورو په تولید کې د تېر کال  په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.د یادې خونې مشر نصر الله زهیر وایی: په کندهار کې د انګورو کلنی تولید تر ۲۸۰ زره مټریک ټنه پورې رسېږی، چې درې برخې یې په تازه بڼه او یوه برخه یې له وچېدو وروسته کورنیو او نړیوالو مارکېټونو ته صادرېږی.زهیر وایی: له دغو ۲۸۰ زره متریک ټنو تولید شویو انګورو  ۳۵ زره مټریک ټنه ممیز تولید شوی دی.زهیر  زیاته کړه:(( زموږ د تازه او وچو مېوو لپاره یوازې پاکستان او هندوستان د مارکېټ لپاره کارول کېږی،خو زموږ مېوه له دغو مارکېټونو زیاته ده، که بل مارکېټ ورته ونه موندل شی، زموږ د مېوو قیمتونه به ټیټ وی.))خو  بڼوال او سوداګر وایی: سږ کال  یې مارکېټ کمزوری دی او نه دی  توانېدلی، چې له پاکستان پرته یې نورو هېوادونو ته هم د لېږلو زمینه برابره کړی.د ممیزو سوداګر وایی:(( زموږ د ممیزو کاروبار سږ کال کمزوری دی، بیې کښته دی اولارې بندې وې، که زموږ ستونزې حل نه شی، موږ به سږ کال هم په خپل کاروبار کې زیان وکړو.))باور دادی، چې په دغه ولایت کې به د انګورو او ممیزو بازار هغه مهال نور هم پراخ شی،چې د کرنې ریاست لرې پرتو ولسوالیو کې د عصری باغونو او ممیز خونو جوړول زیات کړی او کروندګرو ته د انګورو او ممیزو د ترویج په برخه کې مشورې ورکړی. 

ممکن است شما دوست داشته باشید