د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دغه څرګندونې کندهار والی تورن جنرال زلمی ویسا د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس په اوونیزه غونډه کې وکړې، نوموړې غونډه، چې د کندهار د والی په مشرۍ جوړه شوې وه پرمهال یې د ټولو امنیتی اورګانونو مسوولینو او استازو ګډون کړى و .د کندهار والی تورن جنرال زلمی ویسا پر ټولو کاندیدانو ږغ وکړ، چې د لویو غونډو او کمپاین کولو په موخه هغه که په ښار یا ولسوالیو کې وی ( ۲۴ ) ساعته مخکې دی امنیتی اورګانونه په جریان کې کړی چې هغوی د کاندیدانو امنیت خوندی کړی او دوى وکولاى شی، چې په ډاډمنه فضاء کې تر عام ولس خپلې برنامې ورسوی، نوموړی زیاته کړه : که چېرې د لویو غونډو او کمپاین کولو پر مهال امنیتی اورګانونه په جریان کې نه شی د یوې پېښې د رامنځته کېدو مسوولیت په کاندیدانو پورې اړه لری .ښاغلی ویسا د امنیتی مجلس په غونډه کې وویل : دا چې د ولسی جرګې ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دی ، نو امنیتی اورګانونه دې پر ځانګړو پلانونو کار وکړی ، چې د دښمن د هر ډول توطئیو مخه یې نیولې وی او په زیات شمېر ولس مو لکه د نوم لیکنې په څېر په ډاډمنه فضاء کې خپل د خوښې کاندید ته رایه وکاروی .
دکندهاروالی د امنیتی اورګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې خپلې قرارګاوی، پوستې او خپل کاری ټیمونه تقویه کړی، چې د ټاکنو په شپو او ورځو کې ولس د ځانګړی ډاډمن امنیت او ډاډمنی فضاء څخه برخمن شی .نوموړی وویل : د ژمی د موسم په رارسېدو سره باید د ټولو امنیتی ځواکونو د قرارګاوو او پوستو ژمنی توکی په پام کې ونیول شی او پروخت ورته ورکړل شی چې هغوی د سړې هوا په رارسېدو سره د یخنۍ پر وړاندې مجهز شوی وی .ښاغلی ویسا د امنیتی مجلس په غونډه کې د امنیت آمر رحمت الله اطرافی ته لارښوونه وکړه ، چې د مالیاتو په راټولو کې دې د مستوفیت له مامورینو سره همکاری وکړی ،چې د مالیاتو د ورکوونکی د سرغړونې مخه نیول شوې وی، نوموړی په ټینګار سره پر ټولو تجارانو او مالیه ورکونو ږغ وکړ ، چې پرټاکلی وخت مالیات تادیه کړی .دکندهاروالی تورن جنرال زلمی ویسا د امنیتی ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې چې په تېره اوونۍ کې یې درلودلې وستایلې او د هغوى پر لا همغږۍ یې ټینګار وکړ ،چې په یوه مټ د دښمن پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړی .وروسته په دغه غونډه کې د امنیتی ارګانونو مسوولینو د خپلو لاسته راوړنو او اجراآتو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات وړاندې کړل.په غونډه کې د کندهار د ملی امنىت مرستىال وویل : د ملی امنىت ځواکونو په تېره اوونۍ کې په کندهار ښار او ىوشمېر ولسوالىو کې برىالی عملىات ترسره کړی او پر مهال ىې ىو شمېر وسله وال وژل شوی، ىوشمېر ټپیان شوی او ىوشمېر نور یې ژوندی نىول شوی دی.د هغه په خبره د وسلوالو مخالفینو ( ۳ ) سنګرونه، ( ۳۰ ) کیلو چاودېدونکې توکی، یو شمېر وسلې او نقلیه وسایط، هم له منځه تللی . د کندهار د امنىه قوماندانۍد امنىت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافی هم په غونډه کې د پولىسو د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.ښاغلی اطرافی وویل : پولىسو په تېره اوونۍ کې د بېلابېلو عملىاتو پر مهال ( ۴۶ ) وسلوال مخالفىن وژلی،( ۱۸ ) نفره ىې زخمی کړی او ( ۱۶ ) نور یې مشکوک کسان نىولی دی.
د اطرافی په خبره د ترسره شویو عملیاتو په نتیجه کې ( ۲ ) سراچه موټرتخریب شوی، ( ۷) موټر سىکلونه،( ۲ ) مىله کلاشنکوفونه، ( ۱ ) پاىه کشفی مخابره، ( ۲۰ ) کیلو باروت او ( ۳۳ ) حلقې ماىنونه کشف او خنثى شوی دی.نوموړی وویل : د جنایی جرمونو اړوند یې( ۱۲ ) کسان په بېلابېلو جرمونو نیولی او دوسیې یې څارنوالۍ ته استول شوې، همدارنګه ( ۶ ) نفره معتادین د درملنې په موخه د معتادینو مرکز ته معرفی شوی او (۵۲۸۳) ګرامه هىروىن هم د پولىسو لاس ته ورغلی دی .د امنیتی مجلس په غونډه کې پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازمې مشورې او نظرونه سره وړاندې شول .