روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کمال خان بند پرانیستل او ساتل!

افغان حکومت نن چهارشنبې د کمال خان بند پرانیزی، د اوبو د تنظیم ملی ادارې څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دغه بند د پرانیستلو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی او دا بند به د ولسمشر اشرف غنی په ګډون د کابینې د ګڼو غړیو په شتون کې د وری میاشتې په څلورمه (نن چهارشنبې) پرانیستل شی.

د یاد بند د پرانیستل کېدو لپاره له تېرې یوې اوونۍ راهیسې چمتووالی روان دی. د اوبو د تنظیم ملی ادارې له خوا د کمال خان بند د پرانیستو مراسمو د چمتووالی خپاره شوی عکسونه په پراخه کچه د ولس له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی، د دې ادارې له خوا خپاره شوی دا عکسونه چې په کې ښکاری د یاد بند شاوخوا د افغانستان په دری رنګه بیرغونو پوښل شوې ده، په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږی او افغان ولس ورته ډېره خوشحالی کوی.

د کمال خان بند جوړېدل د افغانانو تاریخی آرمان پوره کوی، هغه آرمان چې له تېرو اته نیمو پېړیو را هیسې یې په زړونو کې غوټه کړی و، دا بند د ګوډ تیمور له خوا او بیا را وروسته د چنګېز له خوا ویجاړ شوی دی، خو افغانان د بهرنیو یرغلونو له امله ونه توانېدل چې په دې تېره زمانه کې دا بند بیا ورغاوی، کله چې له ایران سره د لومړی وزیر شهید موسی شفیق په واکمنۍ کې د اوبو معامله ترسره شوه، نو د افغانستان لومړنی ولسمشر شهید محمد داؤدخان د دغه بند رغاونې ته ملا وتړله، هغه ډېره لېواتیا لرله، چې د ختیځې حوزې اوبه ژر مهار کړی او د افغانانو دا تاریخی هیلې پوره کړی، خو له ډېره بده مرغه چې هغه هم د تاریخی او قسم خوړلی دښمن له خوا په شهادت ورسېد او ورسره سم د کمال خان بند په شمول د ټولو بندونو جوړولو پلانونه هم له خاورو سره خاورې شول، دا دی اوس د افغان ولس دا آرمان پوره کېږی او له همدې امله د کمال خان بند پرانیسته په افغانستان کې تاریخی پېښه ده، چې مثبتې اغېزې به یې دا ولس ډېرې ژر وګوری.

همدا رنګه د کمال خان بند په شمول څه ناڅه یو نیم سل مهمې او سترې ملی او لویې پروژې نورې هم پرانیستل کېږی، چې دا د افغانانو پر ژوند ژورې اغېزې لری.د معلوماتو له مخې، کمال خان بند د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لری او د دې تر څنګ به ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه مځکه خړوبوی. دا په داسې حال کې ده چې کمال خان بند چې په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ شوی او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لری. په دغه بند کې د اوبو د راګرځولو چارې پیل شوې او اوس د سیستان وچه دښته سپېره نه، بلکې له اوبو ډکه شوې ده.

که څه هم دا د افغانانو د پېړیو پېړیو هیلې پوره کوی، خو ورسره سم د ایران له خوا حساسیتونه هم را پاروی، ایران چې له پېړیو راهیسې یې د هلمند اوبه مفتې خوړلې، له شک پرته به ډېرې هڅې وکړی، چې د افغانانو د اوبو مهارولو هڅې خنډنۍ او ځنډنۍ کړی، له همدې امله افغانانو ته لازمه ده، چې د کمال خان بند ساتنه هم وکړی. بل دا چې د څښاک پاکې اوبه په نړیواله کچه لږې دی، ملګرو ملتونو هم د اوبو نړیوالې ورځې په پار اندېښنه ښکاره کړې او وېیلی یې د نړۍ په کچه له هرو درېیو کسانو یو یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لری. ملګرو ملتونو د پاکو اوبو د منابعو د ساتنې او خوندی کولو سپارښتنه کړې او وېیلی یې چې اوبه د نفوسو د زیاتوالی، په زراعت او صنعت کې د ډېر استعمال او د اقلیم د بدلون د ناوړو اغېزو له کبله له شدید ګواښ سره مخامخ دی.

ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی،چې د پاکو اوبو د سرچینو په ساتنه کې هڅه وکړی ځکه په نړۍ کې میلیونونه وګړی دمګړۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لری او ښایی تر ۲۰۲۵ کال پورې د نړۍ نیمایی نفوس د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ شی.د اوبو نړیواله ورځ له ۱۹۹۳ کال د مارچ ۲۲مې راهیسې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږی چې د تازه اوبو په اهمیت تمرکز کوی.

له همدې امله افغانان باید د حکومت له خوا د اوبو د مدیریت په پراخه کچه ننګه او ملاتړ وکړی، ځکه زموږ اوبه په غیر قانونی توګه ګاونډیان خوری او یا یې پر نورو هېوادونو پلوری، چې قیمت یې تر تېلو هم لوړ دی،ښایی له افغانانو سره د اوبو پر سر شخړې نورې هم ډېرې شی، خو دا د ملت حق دی او ملت باید د خپل حق ساتلو په برخه کې سره متحد او یو موټی و اوسی!

ممکن است شما دوست داشته باشید