روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کمالخان بند د چاپېریال په سمسورتیا کې د نباتی پوښښ ونډه

حبیب الرحمن رحیمی

څرنګه چې زموږ هېواد غرنی جوړښت لری، دا غرونه د دې لامل شوی ،چې د خپل لوړوالی له مخې په کې د ساړه او د اورښتی موسم پر وخت په  پرېمانه اندازه واورې وشی او یخچالونه په کې زېرمه شی، کله چې هوا په تودوالی راشی،نو ورو ورو وېلې کېږی، د همدې لویو غرونو په لمنو او درو کې بهیږی او تر دې چې پر سیندونو بدلېږی.

نړیواله تودوخه یا اقلیمی بدلون هغه طبیعی ځوروونکې پېښه ده، چې زموږ د ویاړلی هېواد د غرونو هسکې څوکې هم ترې خوندی نه دی، څرنګه چې هوا په ګرمېدو ده، اورښتونه هم کم شوی ، نو دا ټول د دې لامل کېږی، چې د بشری ټولنې پراختیا او کړنې په ګډه  پرسېندونو سربېره د ژوندانه په هر اړخ بده اغېزه وکړی او د ناورینونو د منځ ته راتلو لپاره د خطر زنګ دی په داسې حال کې چې زموږ هېواد د سطحی اوبو او د  اوبیزو سرچینو د ساتلو لپاره یخچالونه او واورې ډېرې مهمې دی ، د لیدنو او کتنو له مخې  و چکالی په څلورو کلونو کې یو ځل راځی او د دې پېښې د لاښه مدېریت لپاره زموږ په هېواد کې ښه هڅه تر ډېره د سطحی اوبو مدیریت دی.

د هلمند سیند هغه سیند چې د اوبو د حجم له مخې د هېواد دویم لوی او اوږد سیند دی چې د درې اعشاریه نهه میلیارده مترمعکب اوبو ظرفیت لری او۳۸۶۰۰۰کیلومتره مربع ځمکه خړوبولی شی، دا  سیند د کابل له ۸۰ کیلومترۍ سنګلاخ څخه پیل او د ۸۳۰ کیلومترو په اوږدوالی د اېران د سیستان په هامون کې تویېږی او پر همدې سیند همدا شان د کمالخان له بند څخه دمخه حیاتی ارزښت لرونکې  پروژه د کجکی بند هم آباد شوی دی .

کمالخان بند د دې لرغونی هېواد اووه سوه کلن ارمان دی، د دغې هیلې د پوره کېدو لپاره د څوارلسمې پېړۍ په پای کې افغانان په دې وتوانېدل چې نوموړی بند جوړ او په همدې سیند کې بهېدونکې اوبه مهار کړی ، نوموړی بند د نیمروز د چهاربرجک په ولسوالۍ کې خپل شتون راښیی؛ د دې بند د ارزونې کارونه د محمد داود خان د ولسمشرۍ پر وخت ۱۹۷۴ م کال کې  پیل شوی وو، په لومړی یې له د چکسلواکیا هېواد سره د ۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون کړی و، بیا یې د ۹ میلیونو ډالرو په ارزښت له خپل ګاونډی هېواد  تا جکستان سره  تړون وکړ ، بالاخره د ۸۵ میلیونوډالرو  په ارزښت یې د رغونې کارونه په څو پړاوونو کې بشپړ شول، د اوبو دا سرچینه د ۱۶ مترو په لوړوالی ،د ۵۲ میلیونه متره معکب اوبو په ځایولو سره ۸۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوی او پر دې سربېره د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لری.

په پای کې د کمالخان بند رغونه یو نېک فال نیسم ،خو کافی یې نه بولم ، ځکه چې طبیعی بدلون ته په کتو ،د اوبو ارزښت او زموږ اړتیا هغه څه دی چې ټولې اوبیزې حوزې تر خپل څار لاندې راولو او د اوبو د مدېریت لپاره خپلې هڅې باید څو چنده زیاتې کړو او په آخر کې باید نور هغه ملت و نه اوسو، چې وایی : (( د سیند په غاړه ځم له تندې مرم .))

د هلمند سیند غاړې، د هملند اوبیزه حوزه یا افغانی سیستان زموږ د هېواد هغه برخه ده، چې د تودوخې درجه د اوړی په موسم  کې ۴۵ درجې سانتی ګرېد ته رسېږی ، د تبخیر مقدار په کې زیات دی چې له اورښت څخه وروسته له درې تر شپږو ورځو بېرته ځمکه وچېږی، د ځمکې تودوخه د هوا له تودوخې څخه ۲۰ درجې زیاته ده او زیاتره وچکالی همدلته رامنځ ته کېږی.د هلمند د اوبیزې حوزې مدېریت له دې مخې د زیات ارزښت وړ دی ؛ چې د هېواد ۲۸ سلنه نفوس دلته ژوند کوی، ۴۱ سلنه برخه د سیندیزو حوزو تشکیلوی، ۳۱ سلنه برخه یی کرنیزه ساحه جوړوی، په هرکیلومتر مربع ځمکه کې یې ۲۲ تنه ژوند کوی او په ټوله کې په کلنی ډول د ۹ بلیونه متره معکب اوبو جریان لری.

د کمال خان بند د چاپېریال  په ښوالی کې دنباتی پوښښ د ونډې موخې،د سیمې د اقلیمی او طبعی جوړښت سره برابر بوټو او ځنګلونو ته پراختیا ورکول .د طبیعی پېښو لکه بیابان کېدنې او د هغو بادونو مخه نیول کوم چې د سیستان په ځمکه کې د شګو د وړلو لامل کېږی.د وحشی ژویو ، مرغانو او نورو لپاره د ژوند د هوسا چاپېریال رامنځ ته کول دکمالخان بند د چاپېریال  په سمسورتیا کې د نباتی پوښښ د ونډې څرنګوالی، د لرغونی سیستان ارزښت دی چې د تاریخ په مختلفو ادوارو کې یې یادونه شوې ده ، هغه وخت چې کله اسلامی فاتحین همدې سیمې ته راغلل دایې جنت یا جنتی ځمکه وبلله ؛ چې  خلک یې له کرنیزاړخه پر ځان بسیا وو ، ځمکه شنه وه ، دغه برکت د هلمند د سېند و، چې د دې خبرې د لا ښه ثبوت لپاره  د نړۍ لوی تمدنونه د سیندونو په غاړو کې منځ ته راغلی دی.همدا ځنګلونه او بوټی دی چې ریښې یې خاورې ساتی ،د فلتر دنده سرته رسوی، په ځمکه کې لنده بل ساتی او هوا پاکوی ، همداشان یوه متوسطه ونه کولی شی چې د ۱۶ انسانانو لپاره اکسیجن برابر کړی، د دې تر څنګ بشری ټولنې ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول غذا برابروی ، پاتې شونی ، پاڼې یې پرته له دې چې طبیعت ته پردی مواد ور دننه شی ښه کمپوسټ جوړولی شی ، د سېلابونو د راتلو مخه نیسی او همدا شان د ځمکو ښویېدلو مخه نیسی ،دې ته ورته ځنکلونه او بڼونه د چاپېریالی او اقلیمی شرایطو په تنظیمولو کې پراخه ونډه لری او د وحشی ژویو او مرغانو لپاره پناه ځای دی .د ځنګلونو رامنځ ته کېدل د سیستان په دښتو کې ډېر اړین دی ، هلته چې زیات نه اوری ، زیاتره خاورې  ریګی دی چې د بادونو په وسیله توږل شوې دی ، د ونو او بوټو ریښې تر ډېره کولی شی، چې رطوبت وساتی څرنګه چې څېړنو ښودلې ده د ونو په مرسته ډک ځای نسبت د ونو په منځ کې خالی ځای ته ډېر لمدوالی لری ، هغه ځمکې چې ځنګلونو پوښلې وی هلته د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه وی ، څرنګه چې ونې  اتموسفیر ته د بخارپه شکل خپل تبخیر لېږی،د باران د اورېدو چانس زیاتوی پس ځنګل په همدغې اندازه لمدوالی چې مصرفوی د باران د زیاتوالی لامل کېږی ، همداشان ځنګلی ساحو کې د تودوخې درجه زیاته لوړه نه وی ، هغه شین کوړیز غازونه چې د هوا دککړتیا لامل کېږی جذبېږی ، همدا شان د باد د خرابو اغېزو لپاره چې کومه سیمه ورسره مخ ده ښه طبیعی کمربند بلل کېږی او د ژویو او مرغانو د ژوند لپاره ښه چاپېریال دی،خو که چېرې دا ډول باغونه او ځنګلونه دلته رامنځ ته کېږی ،دسیستان څلور میاشتنی بادونه ، ریګې خاورې ، پنځه څلوېښت درجې تودوخه ، په ځمکو کې د مالګو لویه سلنه او ډول ډول امراض او حشرات به هغه څه وی چې خلک به ورسره مخ وی ، اړوندو مسئولینو او څانګو ته په کار ده، چې د ځمکو په رغولو او پراختیا کې دې ټکو ته جدی پاملرنه وکړی تر څو داسې بوټی او ونې کېنول شی چې د دا ډول طبیعی پېښو په وړاندې مقاومت وکړای شی.

پایله: د همدې سیند د پاسه کمالخان بند به له موږ سره دا مرسته وکړی چې نباتی پوښښ زیات شی ،پراخې دښتې به په یوه رنګینه طبیعی منظومه بدلې شی ،دندې به رامنځ ته شی ،اقتصادی وده به ورسره چټکه  شی ، لمدوالی به زیات شی ، تودوخه به یوه اندازه راټیټه شی ،د بارانونو د ډېرښت لامل به شی ، د ځمکې لاندې اوبو تشیالونه به ډک شی ، د بیابانی کېدو مخه به ونیول شی ، د خاورې د تخریب مخه به ونیول شی ، د دې تر څنګ به د ځنګلونو رغونه  او پراختیا د هوا له پاکوالی سره مرسته وکړی ، د دې بند تر پوښښ لاندې ساحه به د شګو یا د خاورې وړلو کوم چې د همدې سیمې د ۱۲۰ ورځنیو بادونو له مخې رامنځ ته کېږی مخه ونیول شی.

دا بند چې تر خپل ځوړ لاندې ساحو ته اوبه برابروی ، څرنګه چې ځمکه هواره ده ، د اوبو کانالونه او د ځمکو پراختیا په کې آسانه او ارزانه ده بلخوا دا وړ اقلیم کولی شی چې موږ د ساړه موسم یا د ژمی په وخت د اړتیا وړ کرنیز توکی په اسانه او ارزانه بیه پرته له دې چې له هېواد څخه د باندې را ونیسو، د هېواد د ننه کرنیز تولیدات ولرو ځکه چې د ساړه موسم پر وخت زموږ د هېواد زیاتره برخې د سړښت او واورې له امله د کرنې لپاره چمتو نه وی .

وړاندیزونه : حکومت ته  په کار ده ؛ چې د بند غاړې یا نږدې ساحې ملی پارک او یا ساتل شوې ساحه اعلان کړی ، څرنګه چې دا بند د پوزک ، ګود زرې ،داغ نمدی ،نمک سار او صابری ته په کمه یا یوڅه فاصله پراته دی ، کولی شی چې هغه ژوی ، مرغان او ایکو سیستمونه چې د ورکې یا له منځه تلو په حال کې دی ؛ ورغول شی .د بند تر پوښښ لاندې ساحو لپاره دې هغه بوټی او نیالګی و ارزول شی کوم، چې په ریګی ځمکه کې خپلې ریښې په اسانۍ سره وغځولی شی ، د تودوخې  ۴۵ سانتیګراد درجو په وړاندې تاند پاتې شی او د څلور میاشتنیو بادونو په وړاندې هسک پاتې شی.ځنځیری باغونه یا ځنګلونه دې ورغول شی ،کومې ساحې چې د بند له پاسه پرتې دی، له لمریزې انرژۍ څخه دې کار واخیستل شی تر څو هغه سیمې شنې شی او برسېره پردې په سیمه کې رطوبت زیات شی کوم چې د بارانونو د ډېرښت سبب کېږی . چارواکی دې هڅه وکړی ، چې د هېواد د چاپېریال ساتنې د قانون له مخې د ښکار مخه په کلکه ونیسی او د بند له طبیعت څخه دې په کلکه څارنه وشی.

ماخذونه : تنظیم منابع آب در افغانستان ، ویکی پیدیا ، دانشنامه آزاد ،رویان ، عبدالقدیر ،۱۳۹۳هـ.ش،حفاظت محیط زیست و منابع طبیعی ، انتشارات نامی.احمدی ،پوهاند میر هارون، ۱۳۹۳هـ.ش ،جغرافیای فزیکی افغانستان ، انتشارات نامی.صافی، پوهاند لطف الله ،۱۳۹۴ هـ.ش، په افغانستان کې د پېښو د ګواښونو د کچې راټیټول،د شرق د لوړو زده کړو موسسه.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید