روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ لومړۍ لوبه د سریلانکا او نامیبیا ترمنځ ده

د کرېکټ د شل اورونو د نړیوال جام لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۱۶مه د سریلانکا او نامیبیا ترمنځ ده. د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ م کال کې پیل شو، کوربه یې جنوبی افریقا وه. له دې وروسته اووه ځلې دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دی.تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ انډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او اسټرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی. په تېرو نږدې شپږو پېړیو کې چې د کرېکټ لوبې د انګلستان له جنوب ختیځه پیل شوې ،چې بیا د برېتانیا له امپراتورۍ سره خپرې شوې د نولسمې پېړۍ په پیل کې د کرېکټ د نړیوالې شورا له رامنځته کېدو سره یې نړیوالې سیالۍ پیل شوې.د کرېکټ نړیوال جام پخوا یوازې یو ورځنۍ وه، چې لومړی ځل په ۱۹۷۵ کال کې وشو، دا جام څلور څلور کاله وروسته ترسره کېږی او راتلونکې لوبې یې په ۲۰۲۳ م کال په هند کې دی.

د ټسټ لوبو نړیوال جام هم اوس پیل شوی، چې تېر کال نیوزیلنډ خپل کړ.د شل اورونو په لومړیو دوو نړیوالو جامونو کې افغان لوبډله ونه لوبېده له هغه راوروسته یې دې جام ته لاره وکړه، خو تر دې دمه یې د پام وړ نتیجه نه ده ترلاسه کړې.د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومی رئیس میرویس اشرف وایی، هیله من دی چې سږکال به په نړیوال جام کې افغان لوبډله ښه وځلېږی.دی زیاتوی:  (( تیاریانې ښې دی. لوبغاړی جسماً هم ښه چمتو شوې دی. په اسټرالیا کې پنځلس ورځې تمرینات چې د قرنطین پرمهال ترسره کېږی ډېر څه دی، چې له دې سره به که خدای کول چمتووالی نور هم ښه شی.))افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په دې جام کې د اکټوبر په ۲۲تمه له انګلستان سره وکړی.څلور ورځې وروسته تر دې له بلې پیاوړې ډلې نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبه ده، له افغانستان سره په ګروپ کې کوربه استرالیا هم ده او دوې نورې هغه لوبډلې به له دې ګروپ سره یوځای شی چې د غوراوی پړاو په سیالیو کې وروسته دې ګروپ ته راځی.په تېرو پنځلس کلونو کې د شل اووره نړیوال جام لوبې د کرونا وبا او یو شمېر نورو دلایلو له امله په منظم ډول نه دی ترسره شوی، خو تر دې وروسته چې د کرېکټ نړیوالې شورا کوم پلان ورته جوړ کړی دی، د دې جام لوبو مهالوېش یې منظم کړی دی.ټاکل شوې، چې دوه کاله وروسته د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام په ویسټ انډیز او امریکا کې ترسره شی له هغه دوه کاله وروسته به هند او سریلانکا د دې جام کوربانه وی، په ۲۰۲۸ کې به اسټرالیا او نیوزیلنډ کې دا لوبې وشی او په ۲۰۳۰ کال کې اټکل کېږی چې برېتانیا او ایرلنډ به د شل اورونو د نړیوال جام کوربانه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید