روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کرېکټ نړیوال جام ته  څو ملکونو خپلې لوبډلې اعلام کړې؟

د کرېکټ نړیوال جام لپاره چې د روان کال د می میاشتې په وروستیو کې په بریتانیا کې پیلېږی، یواځې نیوزلینډ د ملی لوبډلې اعلام کړی دی.د آی سی سی خپرونه لیکی چې تر اوسه ورته یواځې نیوزلینډ د خپلې ١۵ کسیزې لوبډلې د لوبغاړو نومونه ورکړی دی.د افغانستان کرېکټ بورډ تېره اوونۍ ناڅاپی پخوانى کپتان اصغر له کپتانۍ لرې کړ او د هغه پر ځاى یې گلبدین نایب کپتان وټاکه. د افغانستان دکرېکټ لوبډلې ٢٣ کسان دا اوس وخت په جنوبی افریقا کې دی او د حتمی لوبډلې له اعلامه مخکې شپږ تمرینی لوبې کوی.نور ټول غړی ملکونه به د اپریل تر ٢٣ پورې خپلې لوبډلې اعلانوی.د کرېکټ نړیواله شورا وایی، چې هند، پاکستان، جنوبی افریقا او انگلستان ورته د لوبډلو د اعلانولو نېټې ورکړی دی. د هند لوبډله چې دا وخت د نړیوال جام لپاره یو له ټولو غوره لوبډله بلل کېږی، په راتلونکې اوونۍ کۍ په د خپلې لوبډلې اعلام وکړی.

همدارنګه :د ۲۰۱۹ میلادی کال نړیوال جام ته له نیوزلنډ وروسته دوهمه لوبډله هم اعلام شوه. د اسټرالیا هېواد هم په انګلستان کې ترسره کېدونکی نړیوال پنځوس اوریز جام ته چې د مې میاشتې پر دېرشمه ۳۰ نېټه به پیل سی خپله لوبډله اعلام کړه.

دغه جام چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل تر سره کېږی بېلابېلو هېوادونو یې کوربه توب کړى او بېلابېلو لوبډلو تر دامهاله نوموړی جام خپل کړی هم دى.د یاد جام لپاره سږ کال ۱۰ لوبډلې خپل بخت ازمایی،لکه (انګلستان،اسټرالیا،نیوزلنډ،هندوستان،سوت افریقا، ویسټ انډیز پاکستان، سریلانکا، بنګله دېش او افغانستان)د تېر ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کوربه توب د استرالیا او نیوزلنډ لوبډلو کړی وو، چې اسټرالیا لوبډلې د تېر جام اتلولی هم خپله کړې وه.په دې جام کې افغانستان هم تېر ځل لوبېدلی و، چې یوازی د سکاټلنډ لوبډلی ته یې په کې ماتې ورکړې وه ،خو نورې سیالۍ یې بیا بایللې وې، خو سږ کال افغان لوبډلې د ښه چمتوالی خبر ورکړی، چې له دې ډلی الرونډر لوبغاړی محمد نبی په خپله یوه مرکه کې نړیوالې لوبډلې په خپلو دوو ملګرو راشد خان او مجیب ځدران باندې وننګولې.د دې تر څنګ افغان لوبډلې نړیوال جام ته په لوبډله کې تغییرات هم راوستل چې د اصغر افغان پر ځای یې ګلبدین نایب نوی لوبډلمشر وټاکه.د افغانستان تر څنګ دسریلانکا لوبډلې هم په لوبډلمشرۍ کې تغییر راوت چې د متیوز پر ځاى یې د ټېسټ لوبې لوبډلمشر او چپ لاسى اوپنر بیټسمین دیموت کرونرتنی خپل لوبډلمشر وټاکه. هارون لېوال

ممکن است شما دوست داشته باشید