روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کرېکټ نړیوالې شورا تر ۲۰۳۱م کاله د خپلو ۸ مهمو ټورنمنټونو مهال وېش په ډاګه کړ

د کرېکټ نړیوالې شورا د راتلونکو شاوخوا لسو کلونو لپاره د خپلو مهمو ټورنمنټونو مهال وېش په ډاګه کړ چې په ۱۴ هېوادونو کې به ترسره شی. له ۲۰۲۴م څخه تر ۲۰۳۱م کلونو په موده کې به ۴ شل اوریز نړیوال جامونه، ۲ چمپینز ټرافی او ۲ پنځوس اوریز کرېکټ نړیوال جامونه ترسره شی.د کرېکټ نړیوالې شورا له لوری په خپاره شوې اعلامیه کې وېیل شوی ،چې د ۲۰۲۴م  کال شل اوریز نړیوال جام به د ویسټ انډیز ترڅنګ په امریکا کې ترسره شی. دا لومړی ځل دی چې امریکا به د کرېکټ د مهم ټورنمنټ کوربه توب کوی او د جون په میاشت کې به ترسره کېږی.له شل اوریز نړیوال جام ۸ میاشتې وروسته د ۲۰۲۵م کال په فبروری میاشت کې به چمپینز ټرافی ترسره شی، چې د کوربه توب حقوق یې پاکستان ته ورکړل شوی دی، دا به په تېرو ۲۵ کلونو کې لومړی ځل وی، چې پاکستان د کرېکټ نړیوالې شورا مهم ټورنمنټ کوربه توب وکړی.په ۲۰۲۶م کال کې به یو ځل بیا د شل اوریز نړیوال جام ترسره شی، چې کوربه توب یې هندوستان او سریلانکا ته ورکړل شوی دی.د ۲۰۲۷م کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې به د سویلی افریقا او زمبابوې ترڅنګ نامیبیا د کرېکټ نړیوال جام کوربه توب وکړی، دا لومړی ځل دی، چې د بشپړ غړیتوب نه لرونکې لوبډله به د یو ورځنی نړیوال جام کوربه توب په غاړه ولری.د ۲۰۲۸م کال په اکتوبر میاشت کې به یو ځل بیا د شل اوریز نړیوال جام ترسره شی چې کوربه توب به یې استرالیا او نیوزیلاند لوبډلې په ګډه کوی.د ۲۰۲۹م کال په اکتوبر میاشت کې هند لوبډله د شل اوریز جام کوربه توب وروسته د چمپینز ټرافی کوربه توب هم وکړی.په ۲۰۳۰م کال کې به انګلستان د ایرلینډ او سکاټلنډ ترڅنګ د شل اوریز نړیوال جام کوربه توب وکړی. له دې وړاندې په ۱۹۹۹م کال کې ایرلینډ او سکاټلینډ لوبډلو د آی سی سی یوه مهم ټورنمنټ کوربه توب کړی و.د یاد مهالوېش وروستی ټورنمنټ به د کرېکټ پنځوس اوریز نړیوال جام وی، چې په ۲۰۳۱م کال کې به یې هندوستان او بنګله دېش هېوادونه کوربه توب وکړی. دغه لوبې به د اکتوبر او نومبر میاشتو کې ترسره شی.باید وویل شی ،چې په ۲۰۲۲م کال کې له نن څخه کم یو کال وروسته د شل اوریز نړیوال جام په استرالیا کې ترسره کېږی، دغه راز د ۲۰۲۳م کال یو ورځنی جام په هند کې ترسره شی، دغه دوه مهم ټورنمنټونه د آی سی سی له اوسنی مهالوېشه بهر دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید