روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کرونا پرضد د مبارزې لګښتونه باید روښانه شی!

افغان حکومت د کرونا پرضد د مبارزې لپاره ۱۵ میلیونه ډالره ځانګړی کړی، همدا رنګه هر ولایت ته خپله برخه بودیجه ورکړل شوې، چې په لګښت کې یې والیان خپلواک دی، سربېره پر دې د کرونا پرضد مبارزې لپاره د بهرنیو او نړیوالو مرستو ژمنې هم شوې او آن د دوست هېواد هندوستان طبی مرستې او دارو درمل او د چین طبی وسایل خو را رسېدلی او چارواکیو ته تسلیم شوی دی. خو په ولایتونو کې د دغو پیسو لګښت تر پوښتنې لاندې دی، په ځانګړې توګه هرات ته د ورکړل شوی پیسو لګښت، شفافیت نه لری! د عاملې روغتیا وزارت یوې باوری سرچینې ویلی، هرات ته له کورونا سره د مبارزې لپاره استول شوې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ورکه ده!؟ تر اوسه یوازې او یوازې له ۳۰۰ چپرکټونو پرته په هرات کې د کورونا د ناروغانو درملنې لپاره هېڅ نه دی اخیستل شوی؟ سرچینه وایی، وزارت د دې پلټنه کوی. سرچینه زیاتوی، د هرات پخوانی والی قیوم رحیمی، د هرات مستوفیت او د عامې روغتیا اوسنی رییس عبدالحکیم تمنا څخه یې څو ځلې راپور غوښتی: (( دوی موږ ته فقط شفاهی راپور راکوی چې پیسې مصرف شوې، خو معلومه نه ده چې چېرته مصرف شوې دی؟ حال دا چې مرکز کابل نه هم هرات ته پنځه شپږ محمولې طبی توکی، تجهیزات، درمل او وسایل استول شوی او دا یې حق نه و، ځکه دوی ته موږ ډېرې پیسې ورکړې دی.)) د دغې سرچینې په وینا د هرات د عامې روغتیا ریاست د کورونا ناروغانو د درملنې مرکزونو ته تر ۳۰۰ زیات چپرکټونه اخیستل شوی چې په بازار کې د یو چپرکټ بیه ۶ زره افغانۍ ده، خو د هرات عامې روغتیا ریاست د یو چپرکټ بیه ۱۶ زره افغانۍ حساب کړې ده. سرچینه وایی، دا مهال په هرات کې ګڼ ناروغان په خپلو کورونو کې بستر دی، او اوسمهال یوازې د ۴۰ ناروغانو درملنه په روغتون کې روانه ده، چې د بودیجې د مصرف په اړه یې وزارت ته پوښتنې پیدا کړې دی.همدا راز د غور، فراه او بادغیس چارواکی شکایت کوی چې د هرات ولایت تشخیصیه لابراتوار ورسره همکاری نه کوی او د کورونا د مشکوکو پېښو نتایج ورته په اوونیو هم نه وایی. د کورونا لپاره په هرات کې په ۲۱ ورځو کې چټک جوړ شوی روغتون د پرانیستې د دوه ا وونیو په پوره کېدو لا هم وسایل نلری. په دغه ولایت کې که څه هم چارواکی ۵۰ زره بې وزلو کورنیو ته د مرستو لړیو د پیل خبر ورکوی، مګر ګڼ خلک شکایت کوی چې مرستې ورته نه دی رسېدلی. د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند هغو پیشنهادونو هم غبرګونونه راپارولی ،چې چارواکو د قرنطین یو مرکز ته یو ترموز په پنځه زره افغانۍ حساب کړی و. ولسمشر په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت صلاحیتونه زیات کړی او د پیسو په لګولو کې یې مټ خلاص شوی دی، خو شکایتونه دا دی چې دا وزارت د خپلو مصارفو په اړه شفافیت او حساب نلری. په همداسې حال کې د کرونا ویروس د مخنیوی په هدف د افغانستان له خلکو او پوځ سره د هندوستان مرسته شوی درمل کابل ته راورسېدل. افغان چارواکو ته د اته لکه هایدروکسیکلوروکین او ۱۷۰ زره پاراستامولو د سپارلو مراسم په کابل کې د هند په سفارت کې جوړ شوی وو. د هندوستان له‌خوا د دغو مرستو جوپه‌ یکشنبه افغان چارواکو ته وسپارل شوه. په کابل کې د هندوستان سفیر وینی کومار لومړی د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز ته درې لکه هایدروکسیکلوروکین او ۷۰ زره پاراستامول وسپارل څو یې د روغتیا وزارت له لارې له اړتیا سره سم ناروغانو ته ورکړی. همدا رنګه له افغانستان سره چین هم د کرونا ویروس د مخنیوی په هدف د طبی وسایلو او درملو مرسته شوې وه. د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هم په ځینو سیمو کې له افغان پوځ او د پوځ له لارې له خلکو سره د کرونا ویروس د مخنیوی په هدف د درملو، عفونت ضد اوبلنو موادو او ځینو وسایلو مرسته رسولې ده. د هندوستان د مرسته شویو درملو ډېره برخه پنځه لکه هایدروکسیکلوروکین او یو لک پاراستامول ټابلېټونه د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ته وسپارل شول. دا مرستې او په ټوله کې د ولایتونو لپاره د بودیجې لګښتونه باید په شفافه توګه مصرف شی.چارواکی باید له ځنډ پرته د بودیجې او مرستو او درمل د لګولو حساب ورکړی. همدا رنګه ولس باید د ویقایې ټولې سپارښتنې په جدی توګه عملی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید