د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر پنځوس میلیونو واوښت.د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، د مثبتو پېښو شمېر تر پنځوسو میلیونو اوښتی او دغه وبا د چټکې پراختیا په حال کې ده.نړیوال څېړنیز بنسټونه بیا وایی، چې په اروپایی هېوادونو کې د کرونا وبا دویمې څپې خورا ستر ګواښونه پېښ کړی او تر لومړۍ هغې یې د پراختیا چټکتیا ډېره ده.همدا راز ددغه وبا له امله د مړو شویو شمېر هم له ۱ میلیون او ۲۵۰ زره کسانو اوښتی دی.د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا هم پر هېوادونو غږ کړی ،چې د دوی سپارښتنو ته جدی پاملرنه وکړی او په دې توګه خپل وګړی له دې وژونکی وبا وژغوری.