روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کرونا درېیمه څپه سخته ګواښوونکې ده!

په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه له پخوانیو څپو سخته ده، دا څپه له ډېرې مودې را په دې خوا په هېواد کې خوره شوې  ده، یعنې  ټولو ولایتونو ته خپره شوې او هره ورځ پر دغه ویروس ګڼ خلک اخته کېږی او مړېنې هم له پخوا ډېرې شوی دی.

په روغتونونو کې د هندوستان په شان اوکسیجن کم شوی او آن په نشت حساب دی، په دې برخه کې نړیوال روغتیایی سازمان له افغانستان سره خپلې ژمنې نه دی پوره کړې او همدا لامل دی، چې د کرونا درېیمه څپه په افغانستان کې له مهاره وتلې ده!

خو بیا هم د عامې روغتیا وزارت او په ځانګړې توګه افغان حکومت په ټول وس هڅه کوی، چې د کورونا پرضد مبارزه وکړی، په دې اړه ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، د خلکو اقتصادی وضعیت ته په کتو د کورونا د درېیمې څپې له کبله پر خلکو سخت بندیزونه نه لګوی.

ښاغلی غنی په یوه وېډیویی پیغام کې پر خلکو غږ کړی چې د کورونا د مهارولو لپاره د عامې روغتیا وزارت روغتیایی لارښوونې مراعات کړی.

ده د کورونا د درېیمې څپې په هکله وېیلی چې دې څپې د هند غوندې سترو هېوادونو روغتیایی سیستم ننګولی او په وینا یې اوس افغانستان هم د دغه ویروس له ګواښ سره مخ دی!

په همداسې حال کې د کرونا ضد واکسین لړۍ هم یا تطبیق شوې او یا هم د پلې کېدو په حال کې ده، خو د افغانستان غوندې د درېیمې نړۍ هېواد نه شی کولی چې په دې برخه کې د ټول نفوس لپاره واکسین تدارک کړی، دا پېښې آن پر مختللی هېوادونه هم ټکنی کړی دی، خو بیا هم افغان حکومت په دې برخه کې په ټول وس هڅې کوی، ولسمشر غنی له نړیوال بانک او د واکسین د تدارکاتو په برخه کې له چین او نورو هېوادونو سره د خبرو یادونه هم کړې.

ده ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت له خپلې بودیجې هم د واکسین اخیستلو په لټه کې دی.

خو دلته د ټولبندیز مسئله ډېره مهمه ده، افغانستان یو بې ځواکه او د ضعیف اقتصاد لرونکی هېواد دی، په هېواد کې سخته ده، چې له کورونا سره دې په اقتصادی لحاظ ډغرې ووهل شی،نو په دغه راز حالت کې غوره ده، چې افغان ولس روغتیایی خبردرای مراعات کړی، هغه که ټول بندیز وی که  ځان ساتنه، دا له مجبوریته کېږی، منو چې زموږ ولس د بېګاه لپاره په هماغې ورځ ډوډۍ پیدا کوی، خو دا کار باید د کار په ساحه کې په داسې توګه وشی، چې روغتیایی خبرداری په کې په پام کې نیول شوی وی، یعنې دوکانداران او نور عام ولس، کار ګر او د کار یا فابریکو مالکان، چارواکی او په ادارو کې کارګر او یا مامورین، د دولت کسان او په ټوله کې عام ولس، باید واټن غوره کړی او د نظافت خیال دې ډېر وساتی او خپل لاسونه پر صابون  بیا بیا ومینځی، ماسک وتړی او له یو بل سره له نږدې روغبړ او لاس ورکولو په کلکه ډډه وکړی، یعنې پرته له دې، چې ټولبندیز ولګول شی، خپله باید ملت د ټولنبدیز ارزښتونه پر ځان عملی کړی او په دې توګه له کرونا سره مبارزه وکړی.

دا مبارزه د ټول ملت ایمانی، وجدانی، اخلاقی او ستر مسوولیت دی، په دې کې د مرګ او ژوند مسئله نغښتې ده، ولس باید فکر وکړی، چې پر کومه خوا درومی!

په ورته وخت کې جګړه بل ولسی او ملی ناورین دی، چې ولس څپی او درګرده د سر او مال زیانونه اړوی، طالبانو ته ښایی، چې له دې جګړې تېر شی، ځکه په دې جګړه کې سراسری د سر او مال زیان دی، خو ګټه په کې دښمن کوی، غوره ده، چې د ملت د ژغورنې لپاره طالبان سوله وکړی او دا ملت په ارامۍ پرېږدی، چې د کرونا په شمول له ټولو ناورینونو سره په خلاص مټ او د جګړې او چاودنو له وېرې په پاکه او باوری فضا کې مبارزه وکړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید