د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اسلامی امارت د ریاست الوزرا د مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په مشرۍ د اقتصادی پلاوی غونډه کې د میوند بانک د تعاملاتو ښه کېدو او پیاوړتیا، په فابریکو کې د سیخ ګول وضعیت، د هیواد په بندرونو کې د نفتی موادو د ازموینې لابراتوارونو عصری کولو او د البدر صنعتی کمپلکس د خنډونو په اړه بحث وشو.د اسلامی امارت ویاند او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معیین ذبیح الله مجاهد وایی، چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه ،چې کندهار او هلمند ولایتونو ته د کجکی بند د برېښنا لېږد لپاره دې الکترونیکی تجهیزات په عاجل ډول ژر تر ژره وپېرل شی.د مجاهد د معلوماتو له مخې، په کجکی بند کې کار په شدت جریان لری او په راتلونکې وری میاشت کې به د کجکی برېښنا بند د تولید ظرفیت ۱۵۰میګا واټو ته ارتقا وکړی.څه موده مخکې د اسلامی امارت د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو وویل، چې افغانستان به د برېښنا په یوه مهم تولیدی او صادراتی هیواد بدل کړی.دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د خپلې برېښنا څه باندې ۷۰ سلنه د ګاونډیو هیوادونو له برېښنا څخه تامینوی .