روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کجکی ، کمال خان او شاوعروس بندونو پاتې کارونه بیا پیل شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلی: چې په هلمند کې د کجکی، په نیمروز کې د کمال خان او په کابل کې د شاوعروس بندونو نیمګړې رغنیزې چارې بیا پیل شوی دی. د اوبو چارو مرستیال مجیب‌الرحمن عمر د دې وزارت په یوې خبری غونډه کې وویل، چې په پکتیا کې د لسو سترو او کوچنیو بندونه سروې پیل شوې ده. ده وویل په زابل کې به د توری بند رغنیزې چار هم پیل شی. د ده په وینا د کجکی بند دوهمې برخې بشپړول د دې وزارت له سترو لاسته راوړونو بلل کېږی. عمر دغه راز وویل، له ایران سره د ۱۳۵۱ اوبو تړون د ښه پلی کېدو په موخه یې له ایرانی چارواکو سره دوه ځله غونډې تر سره کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید